لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت اختیار اخیستو دپاره د بایډن فوري ګامونه – د هغه اولني کارونه به څه وي؟


د امریکا ډېموکرېټ سیاستوال جو بایډن چې اټکل کیږي د امریکا جنجالي صدارتي انتخابات یې د رېپبلېکن صدر ډانلډ ټرمپ په وړاندې ګټلي، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې په تېزۍ سره د امریکا د حکومت د اختیار کې اخیستلو دپاره، چې د جنوري په شلمه به وي، په آمادګیو پیل وکړ.

منتخب صدر جو بایډن او د هغه منتخبه نایب صدره کامله هېرېس، د حکومتي واک د راانتقالولو دپاره یو وېب سایټ پرانیست. بایډن او هېرس وایي چې هغوی به په فوري توګه د کروناوایرس په عالمي وبا، او د دې وبا د لاسه چې د نړۍ په ستر اقتصادي قوت یعنې امریکا کې مالي ستونزې راغلي دي، په موسمي بدلون، او د سیسټمیکې نسل پرستۍ په ستونزې باندې ترکیز وکړي.

هغوی همدا راز ویلي چې، «مونږ لګیا یو آمادګي نیسو چې په هماغه اوله ورځ رهبري وکړو، دا یقیني کړو چې د بایډن-هېرېس انتظامیه د دې وړتیا لري چې زمونږ مخ ته راغلي تر ټولو بېړني چلېنجونو باندې کار وکړي.»

د بایډن-هېرېس ډلې دا اعلان هم وکړ چې «مونږ د یو متحدې امریکا په توګه سره دریږو. د هغه څه نه چې پخوا و، تر هغه به لا پیاوړي رااوچت شو.»

د بایډن نږدې همکاران وایي چې کله هغه واک تر لاسه کړي، نو بایډن خیال لري چې د واک په هماغه ړومبیو ورځو کې امریکا د پېرس موسمي بدلون تړون ته ورشامله کړي، او همدا شان د صحت نړېوال تنظیم (ډبلیو اېچ او) نه د وتلو په برخه کې د صدر ټرمپ فیصله هم بېرته منسوخه وګرځوي. ټرمپ چې واک ته ورسېد، د پېرس له تړون یې امریکا وایسته او دا فیصله یې هم وکړه چې د صحت له نړېوال تنظیمه به امریکا وځي.

همدا شان ویل کیږي چې بایډن په پام کې لري هغه پابندي لېري کړي کوم چې صدر ټرمپ د ځینو مسلمانو ملکونو نه امریکا ته د خلکو په راتللو لګولي دي. بایډن به هغه منصوبه هم بېرته به حاله کړي کوم چې د ډریمرز په نوم ځوانانو ته په امریکا کې د پاته کېدو امکان برابروي. ډریمرز هغه کسانو ته ویل کیږي کوم چې په ماشوموالي کې په ناقانونه توګه امریکا ته راوستل شوي، خو وروسته دلته لوی شوي او اوس د اوسېدو دپاره سند نلري.

بایډن د خپل انتخابي مهم په دوران کې دا هم ویلي و چې خیال لري د ایران د جوهري وسلو د مخنیوي دپاره، امریکا بېرته نړېوالې لوظنامې ته ورشامله کړي. ایران سره د نړېوالو له هغې لوظنامې نه، ټرمپ امریکا ایستلې او هغه لوظنامه یې غندلې ده.

په امریکا کې چې صدارتي واک له یو صدر نه بل صدر ته انتقالیږي، نو د حکومت په پالیسیو کې د فوري تغیراتو راڅرګندېدل کومه نوې خبره نده، مګر دا ځل چې واک له ټرمپ نه بایډن ته انتقالیږي، نو په پالیسیو کې کې به بدلون ممکن ډېر د پام وړ وي چې د امریکا په دې وروستي سیاسي تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی.

د بایډن یو نږدې همکار له سي اېن اېن سره په خبرو کې وویل، «زمونږ په ټوله ډله کې، مونږ به دا کار جاري وساتو چې د بایډن-هېرېس آینده انتظامیې دپاره بنیادونه جوړ کړو چې په کامیابۍ وکړی شي زمونږ په ادارو باندې د خلکو اعتبار او اعتماد بېرته بحاله کړي او مرکزي حکومت رهبري کړي.»

ټرمپ په انتخاباتو کې د ماتې خوړلو نه انکار کړی دی
ټرمپ په انتخاباتو کې د ماتې خوړلو نه انکار کړی دی

ټرمپ تر اوسه په دې انتخاباتو کې خپله ماته نده منلې او نه یې هم بایډن ته د امبارکۍ دپاره ټلیفون کړی دی. هغه د انتخاباتو په نتایجو اعتراض لري او غواړي چې عدالت یې فیصله وکړي. ټرمپ، بغیر د دې چې کوم شواهد وړاندې کړي، دعوه لري چې په څو ایالتونو کې چې بایډن په کم توپیر سره بریالی ګڼل شوی، هلته ګني د ووټونو په شمارنې کې خلافکارۍ شوې دي. د ټرمپ په باور، د دې دعوې په اړه د عدالت فیصلې کولی شي نتایج بدل کړي او هغه د دویمې دورې دپاره صدر وپېژندل شي.

د ټرمپ کمپېن د ګل/دوشنبې له ورځې راهیسي، په عدالتونو کې څو څو مقدمې پیلې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG