لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ او جو باېډن د افغانستان او نورو هیوادونو په اړه پالیسي څه ده؟‌


په امریکا کې د نومبر په دریمه نېټه کیدونکي انتخاباتو وړاندې دواړه صدراتي کاندیدان صدر ټرمپ او پخوانی ناېب صدر جوباېډن د امریکا بیلا بېلو ایالتونو په سفر دي او امریکایانو ته خپل پېغام رسوي.

که څه هم په دې کمپاینونو کې زیاتره د امریکا کورنۍ ستونزو او مسلو باندې دواړه کاندیدان زیاتې خبرې کوي، خو د امريکا د بهر دنيا سره د تعلق ( خارجه پالیسۍ) په طريقه کار د امريکا د صدر‌‌‌‌‌‌ډانل‌‌‌‌‌‌ډ ټرمپ او په انتخابونو کې د هغه سيال او پخوانی نايب صدر جوباي‌‌‌‌‌‌ډن بيلې بيلې تګلارې لري.

د افغانستان او نړۍ یو شمیر هیوادونو په اړه د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډانلډ ټرمپ او د ډیموکرېټ ګوند کاندید جو باېډ‌ن کومه پالیسي لري؟ او د دواړو په پالیسو کې څه توپیر دی؟ د هیوادونو لنډ حال دلته وګورئ.

افغانستان

د ټرمپ حکومت د طالبانو سره لوظنامه لاسليک کړې چې تر مخه به يې امريکايي ځواکونه د کال ۲۰۲۱م د نيمايۍ پورې د افغانستان نه ووځي او په اکتوبر کې يې په ټويټ کې ليکلي چې غواړي د ځواکونو ويستل د سږ کال تر اخېره مکمل کړي.

باېډن د زمکني حقيقتونو په رڼا کې ګام اخستل غواړي.

ايران

باېډن نايب صدر و چې امريکا د پينځه نورو نړيوالو طاقتونو سره په کال 2015م لوظنامه لاسليک کړه چې د ايران نيوکلير پروګرام يې محدود کړواو په بدل کې يې بندېزونه لرې کړل شو.

ټرمپ د لوظنامې نه اوتلو او د هغه په وينا “تر اوسه د بدو بده لوظنامه” ده او نوي بندېزونه يې ولګول چې د ايران اقتصاد يې اغېزمن کړو او يادهېواد يې خپلو نيوکلير هلو ځلو زياتولو ته ټېل واهه.

باېډن وايي که ايران منلو ته بيرته ستنيږي نو غواړي چې دغه لوظنامه بيا په ځای کړي.

چين

د ولسمشرۍ په دوره کې د چين په اړه د ټرمپ پاليسي په تواتر بدله شوې. د خپل حکومت په وړومبو مياشتو کې د چين د ولسمشر زي جېنپېنګ په يوه غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د کوربتوب وروستو تعلقات اقتصادي جنګ پله لاړل په تېزۍ ټيکسونه زيات کړل شول چې اخر په جنورۍ کې د تجارت دلوظنامې وړومبي پړاو ته لاړل.

څنګه چې د کرونا وبا په 2020م کې خوره شوه ټرمپ د کرونا وبا په خورولو چين تورن کړو او دوه مقبولې چينايي کمپنيانې ټېک ټوک او وي چيټ يېبندې کړې.

نايب ولسمشر مايک پېنس د اکتوبر په صدارتي مباحثه کې ويلي وو “ولسمشر ټرمپ چين ته ودرېدلی دی او کلک به ولاړ وي”.

باېډن بيا د چين خلاف د بشري حقونو د مسلو په سر او د هانګ کانګ په صورت حال سخت دريځ خپلوي او ورسره د تجارتي کړنو په سر پهچين دباو ساتل غواړي.

د باېډن نايب صدر د پاره اميدواره سينېټر کماله هيرېس د پېنس سره په خپله مباحثه کې ويلي چې د ټرمپ حکومت “دغه تجارتي جنګ بيللی”.

نيټو

ټرمپ د کال 2016م د انتخابي کمپين په پيل کې د غړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې خپل دفاعي اخراجات دې زيات کړي. ځينې ملکونو دغه هدف تر لاسه کړی چې د ټرمپ د انتخاب نه دوه کاله وړاندې په کال 2014م کې مقرر کړی شوی و خو ‌‌‌‌‌‌ډېرو نه دی حاصل کړی او د دې کال په شروع کې ټرمپ د جرمني نه خپل 12000 پوځيان بيرته راوغوښتل او جرمني يې په دې تورن کړو چې د امريکا نه ګټې پورته کوي.

باېډن د کال 2019م په مباحثه کې نيټو ته “د امريکا د تاريخ يواځينی اتحاد چې ‌‌‌‌‌‌ډېر موثر دی” ويلي او خبرداری يې ورکړی چې “دا به مات شي” که ټرمپ بيا انتخابونه وګټل.

پخوانی نايب صدر غواړي چې داسې نړيوالې ملګرتيا ته لمړيتوب ورکړي.

روس

باېډن ژمنه کړې چې د روس ولسمشر وېلا‌‌‌‌‌‌ډيمير پوټين ته به د امريکا په انتخابونو کې د روس لاس وهنې او نورو هلو ځلو په سر مخامخ کيږي. باي‌‌‌‌‌‌ډن ويلي

“زه نه پوهېږم ولې دا ولسمشر د پوټين غور نه کوي چې هغه په حقيقت کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په وژلو انعامونه ورکوي او په داسې هڅو کې دی چې نيټو وځپي”

ټرمپ د امريکا د استخباتو دغه اندازې رد کړي چې روس د کال 2016م په انتخابونو کې د دې د پاره لاس وهنه کړې چې ټرمپ وګټي او وايي هم دا مسله وه چې د ده د څوکۍ نه لرې کولو ته ورسېده او دې ته يې “افوا” او “زياتی” ويلی.

هغه د روس خلاف لګېدلي بندېزونو ته اشاره وکړه چې دا يې د حکومت د توان بېلګه ده.

هغه وايي“د روس په اړه بل هيڅ څوک دومره سخت نشته لکه ‌‌‌‌‌‌ډانل‌‌‌‌‌‌ډ ټرمپ”.

اسرايل

دواړه اميدواران د اوږدې مودې راهسې د موندونکې امن د اسرايل او فلسطين د دوه هېواده د حل د کوښښ ملاتړ کوي.

ټرمپ د اسرايل د ولسمشر بېنجمېن نتنياهو ښکاره ملګرتيا کوي او د امريکا سفارت يې د تل اويو نه يروشلم ته منتقل کړی.

باېډن په دې کار تنقيد کړی خو داسې کوم پلان نه لري چې دا واپس کړي او هيله من دی چې د فلسطينيانو سره د رابطې د پاره دې يوقونصليټ په شرقي يروشلم کې پرانستل شي.

د ‌‌‌‌‌‌ډيموکريټ اميدوار د اسرايل د بحرين او متحده عرب امارات سره د تعلقاتو په جوړېدو د ټرمپ حکومت ستاينه وکړه. خو باي‌‌‌‌‌‌ډن وايي دټرمپ د امريکا د مفاداتو سېوا د خپلو لمړيتوبونو “کومه کوټلې خارجه پالسي نشته”.

یادونه: د امریکې د صدارتي امیدوارانو خارجه تګلارې ته دغه کتنه د وي او ای انګریزۍ څانګې کړې چې د وي او ای ډیوه وېب پاڼې دپاره خبریال بهروزخان ترجمه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG