د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په داسې مهال د هیواد د کډوالو مخنیوي یا کنټرول ادارې یا اېجنسۍ دفاع کړې چې مخالفه ډیموکرېټ ګوند یو شمیر غړو د دغه ادارې د ختمولو غږ کړی.
د اتوار په ورځ صدر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر په دغې اړه یو شمیر پېغامونه لیکلي او په لومړي یو کې په ډیمو کرېټ ګوند نېوکه هم کړې: ٫٫ ډیموکرټ ګوند غواړي هغه اداره وتړل شي کومه چې ډیر په ښه توګه خپل کار ترسره کوي. ډیموکرېټ ګوند غواړي چې د امریکا پولې خلاصي وي، چې دلته (په امریکا کې) جرمونه سېوا او د کنټرول نه بهر شي.٬٬
صدر ډانلډ ټرمپ په خپلو ټوېټونو کې د امریکا د اېمګرېشن اېنډ کسټم اېنفورسمنټ ادارې دفاع هم کړې.
هم د اتوار په ورځ د امریکا فاکس نیوز سره په یو مرکه کې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي ٫٫په سیاسي نظر دغه زما د خوښې ستونزه/ لانجه٬٬ ده او که ډیموکرټان هم دغه شان د دغه ادارې د ختمولو غږ کوي نو ٫٫ ځه نه ګڼم دوي به بیا چرې انتخابونه وګټي.٬٬
صدر ډانلډ ټرمپ دا تازه څرګندونې په داسې وخت کړي چې یوه ورځ وړاندې (خالي/شنبې په ورځ) په ګرده امریکا کې په سلګونو زره امریکایانو د غیرقانوني کډوالو پرضد سختو پالیسیانو پرضد مظاهرې کړي. په دغه مظاهرو کې د هغه ۲ زره ماشومانو د خپلو میندو او پلرونو سره د بیا یو کولو غوښتنه هم شوې څوک چې په غیرقانوني توګه د مېکسیکو په پوله امریکا ته راغلي او امنیتي ادارو جدا کړي.
د امریکا حکومت د دغه ماشومانو مور او پلار د قانوني کاروايې پوره کیدو پورې د خپلو بچو نه جدا کړي تر څو د دوي په امریکا کې د سیاسي پناه اخېستو غوښتنې پوره نه شي. دغه ماشومان دا مهال په پوځي کېمپونو کې جوړ پناه ځایونو (شېلټرز) کې ساتل شوي دي.
د امریکا یو وفاقي جج حکومت ته امر کړی په راروانو دریو اونیو کې دې دغه ماشومان د خپلو کورنیو سره یو ځاې کړي. خو تر دې دمه امریکايي چارواکو په دغه لړ کې ډیر لږ پرمختګ ښودلی. د جون میاشتې په ۲۰ نېټه صدر ډانلډ ټرمپ هم په یو صدارتي امر کې د دغه کورنیو د یو کولو ژمنه کړې وه.
صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار په ورځ په خپلو ټوېټونو کې په امریکا کې شوو مظاهرو په اړه نیغ په نېغه څه نه دي وېلي خو په یو ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ کله چې خلک په غیر قانوني توګه زمونږ هیواد ته راځي، باېد مونږ دوي سمدستي وشړو په ځاې د دې چې د کلونو پورې د دغو قانوني قضېې روانې وي.٬٬ صدر ټرمپ لیکلي:٫٫ د امریکا قانونونه په ګرده نړۍ کې تر ټولو بې کاره دي.٬٬
د صدر ډانلډ ټرمپ مخالفه ډیموکریټ ګوند مهمو قانون دانان چې په کال ۲۰۲۰ کې کیدونکي صدراتي ټاکنو نظر لري د کډوالو د مخنیوي ادارې د بندولو یا تړلو غوښتنې پېل کړي. دغه اداره د امریکا امنیتي ادارې (هوم لېنډ سېکورټي اېجنسۍ) برخه ده.
د امریکا نیویارک ایالت سېنټر کېرسټن ګېلي برېډ تیره اونۍ د امریکا سي اېن اېن ټي وي سره په یوه مرکه کې ویلي وو دغه اداره په امریکا کې د خلکو د شړلو اداره جوړه شوې، پکار ده د دغه ادارې نه ځان خلاص کړی شي او بیا د سره یوه داسې اداره جوړه شي چې په رېشتیا کار وکړي.
د کېلېفورنیا ایالت سېنټر هېرس یو شمیر مطبوعاتي ادارو ته ویلي پکار ده د امریکا حکومت د غیر قانوني کډوالو د لانجې سره ته رسولو لپاره په یوه بله اداره کار وکړي.
خو صدر ټرمپ په خپلو ټوېټونو کې د دغه اېجنسۍ دفاع کړې او ویلي يې دي ٫٫ د دغه ادارې باتور او زړه ور کار کونکي دې بې د څه وېرې خپل کار کوي، تاسو د امریکایانو د خوندي ساتلو او خطرناک مجرمان بیرته شړلو ډیر مهم کار ترسره کوئ.٬٬
امریکايي صدر ویلي د ریپبلکن ګوند یو شمیر غړي يې دې ته پریښودي چې د کډوالو په اړه راروانه اونۍ وړاندې کیدونکي قانون پرضد راېې ورکړي.