لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن: د ټرمپ - اردوان لېدنه په یوه مهمه شیبه کېږي


روانه اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ سره د ملاقات لپاره د واشنګټن سفر کوي.

د دواړو مشرانو ترمېنځ دغه ناستې د داسې فرصت په توګه لیدل کیږي چې د دوړاو هېوادنو اړیکې له بیا سره منظمې کړي چې په تگلارو کې د یو شمیر اختلافونو له امله کړکیچنې شوي دي.

په شام کې د کرد ملېشې پرضد د ترکیې پوځي عملیات به د ولسمشر اردوان او ولسمشر ټرمپ ترمنځ د خبرو په ایجنډه د ټولو لومړۍ ټکې وي. انقره دغه ملیشه ترهګره ډله گرځولې، خو یاده ملیشه د امریکا په مشرۍ کې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې مهم ایتلافي ډله ده.

د امریکا کانګرس د ترکیې په وړاندې د پراخو بندیزونو ګواښ کوي ، چې ځینې یې په شخصي ډول اردوان په نښه کوي. د دې اوونۍ د ولسمشرنو لېدنه د ناټو د ایتلافیانو ترمنځ په اړیکو کې په یوه مهمهشیبه کېږي.

اسله ایډن سټشباس د اروپایي بهرنیو چارو کونسل سره تعلق لري وایي: "د دواړو هیوادونو تر منځ د ستونزو یو اوږد فهرست شتون لري. په حقیقت کې اړیکې هیڅ کله هم دومره خرابې نه وې لکه چې نن دي. خو البته دلته روانه ستونزه شتون لري کومه چې په شام کې د ترکیې حمله او د امریکا ورباندې اعتراضونه دي. څه چې په ځمکه روان دي ډیره بې ثباته دي".

د داوړو هېوادونو ترمنځ زیاتیدونکي تاوتریخوالي باوجود د دواړو ولسمشرانو ښې کاري اړیکې جوړې کړې دي. انقره باور لري چې د دواړو مشرانو ترمنځ ښه تعلقات کولې شي چې اړیکې بیا له سره پیل کولو د چانس وړاندیز وکړي.

د ترکیې ولسمشر سلاکار میسوټ کسېن وایي: " تاریخي سرمشریزه به د دواړو خواو لپاره گټوره وي. زه مثبت اړخ ته ګورم. دا به د دواړو خواو ترمینځ نوي ځوابونه او نوي تگلارې راوړي". خو ځیني څیړونکي بیا انقره ته خبردارۍ ورکوي چې یوازې په ټرمپ تکیه کول چې اختلافات به ختم کړي به حطرناکه تگلاره وي.

" د انقرې لخوا د ټولو لوی سټراټیجیک غلطي دا ده چې دا ټول تعلقات ، چې ولسمشر ټرمپ به یی حل کړي ، یو سړی، او په بنیادي توگه د هغه ټویټونه. او دا یو ډیر خطرناک وړاندیز دی. زه به ووایم چې د په هغه اړیکو کې چې د یوې پېړې/صدې نه زیاتې زړې دي دا د روسیه رویلټ په شان دی".

اردوان به ټرمپ نه غواړي چې د امریکا د وروستۍ جنګي جېټ الوتکې په اخستو بندیز ختم کړي. ټرمپ دا بندیز هغه مهال نافذ کړو چې انقرې د روسیې نه ایس-400توغندي ترلاسه کړو. واشګنټن له مسکو سره د انقرې په زیتیدونکي اړیکو په اړه سختې اندېښنې لري.

تمه کیږي چې اردوان به خپل سفر کې د امریکا پیټریټ توغندیو اخستو وړاندیز هم وکړي. خو انقره دا خبره په گوته کړې که چیرې د ټرمپ سره د دې اوونۍ لېدنه په اړیکو کې بدلون رامینځته نه کړي ، نو مسکو ورته په انتظار ولاړ دی.

د ترکیې ولسمشر سلاکار میسوت کسین وایي: " ترکیه نشي کولی د امریکا سره گټورایتلاف ته دوام ورکړي په داسې حال کې چې دا گواښونه لاهم دوام لري. دا گټه نلري. کله چې بلې خوا ته گورو: د دې وضعیت گټونکی څوک دی؟ روسیه او چین".

د وړاندې نه د ترکیې او د روسیه سرتیري په شام کې همکاري کوي. د روسیې ولسمشر ولادی میر پوټین ولسمشر اردوغان د خوشحاله کولو هڅې کوي. احتمال دې چې پوټین به واشنگټن ته د اردوان سفر له نږدې نه کتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG