لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ به په جي سیون غونډه کې په ترهګرۍ او شمالي کوريا خبرې کوي


دغه دوه ورځنۍ غونډه د اټلي په سسلي ښار کی پيل شوی او پکې به د نړیوالومشرانو د خبرو حدف ترهګرۍ ته ماتې ورکول وي.

د نړۍ ٧ شتمنوهيوادونو یا (جي سیون) په غونډه کې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي ترهګري او د شمالي کوريا مسله په سترو ايجنډوکې ېوه ده.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ د اټلي په سسلي ښار کی پيل شوی. امریکايي صدر د جاپان وزيراعظم سره هم لیده کاته کړي او د شمالی کوريا په مسله دوانړو مشرانو ځانګړی بحث کړی. د اټلي په دغه دوه ورځني کانفرنس کې د نړیوالومشرانو د خبرو حدف ترهګرۍ ته ماتې ورکول دي.

خو صدر ټرمپ ويلي د شمالی کوريا د ایتومي وسلو ازموینه او د ميزاييلو پرمختګ دګردې نړۍ لپاره يوه ستونزه ده او حل يې زر پکار دی.

په غونډه کی د ښاغلي ټرمپ د تجارت او موسمي بدلون په اړه تګلارې د بدلولو هڅه هم کيږي. د نيشنل ايکنامک کونسل مشر ګيري کوهن ويلي دوي به په تجارت پراخه خبرې کوي او دا چې څنګه ویړيا او ازاد تجارت ته لارې هوارې کړی شي.

تیره ورځ د برسلز په غونډه کي د ایتلافي هيوادونو مشرانو ته د وينا په وخت صدر ټرمپ د دوي نه د زياتو مالي مرستو غوښتنه کړی وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG