لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منځني ختیځ نه د کډوالو په اړه صدر ټرمپ اهمه فیصله اعلاونکوکی دی


امکان دی چې صدر ټرمپ به په میکسیکو سرحد د دیوال جوړولو اعلان هم کړي
امکان دی چې صدر ټرمپ به په میکسیکو سرحد د دیوال جوړولو اعلان هم کړي

تمه ده د متحده ایالاتو ولسمشر ډنالډ ټرمپ به نن د کډوالو په اړه یو شمیر نوې پریکړې اعلان.

پدغو پریکړو کې د مکیسکو له پولې سره د دیوال جوړول هم شامل دي ترڅو د کډوالو مخه ونیسي او په ټوله کې امریکا ته د هغو هیوادونو نه د کډوالو په راتګ باندې بندیز ولږوي په کومو کې چې ترهګر فعالیت کوي.

ددغو هیوادونو په کتار کې ټرمپ د سوریې، عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن له نومونو څخه یادونه کړیده.

ټرمپ دا هم ویلي چې له مکسیکو سره د دیوال د جوړیدو لګښت به خپله له مکسیکو څخه واخلي که څه هم مکسیکو په وار وار ویلي چې دوی به ددغه دیوال پیسې ور نه کړي.

ټرمپ وايې دغه نوې پریکړې د هیواد د ملي امنیت او خوندیتوب لپاره کوي.

تر دې مخکې د اوباما ادارې ویلي وه چې ددوي لومړیتوب د امریکانو ژغورنه ده خو له هغو خلکو سره هم مرسته کوي چې د ترهګرۍ او سیاسي بې ثباتۍ له امله د خپلو هیوادونو پرېښیدو ته اړ شویدي.

ټرمپ ته نږدې کسان چې ددغو نویو ګامونو په اړه یې د ټرمپ مسوده لیدلې وايي ښایې ټرمپ پدې هم فکر وکړي چې د مشکوکو ترهګرو لپاره د پلټنو یو پټ مرکز پرانیزي، د ګوانتانامو زندان پرانیستی وساتي او اخوان مسلمین د ترهګرې ډلې په توګه ونوموي.

دغه نوې مسوده پدې هم ښایې وڅرخي چې د لوړې کچې مشکوک ترهګر حتی که له امریکا څخه د باندې هم ويې څه ډول ترې پوښتنې ګرویږنې وشي.

ددغو پلټنو لپاره د توقیف مرکزونه چې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې لخوا به پرمخ وړل کیږي خو یوه خبره باوري ده کچیرې دا ډول مرکزونه په امریکا کې پرانستل شي نو بندیان به پکې د امریکا د قانون له مخې نه زورول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG