لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان به د امریکا سره شوې لوظنامې سر ته ورسوي؟


د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د هغه د کابېنې غړي امریکا ته د نوموړي سفر کامیاب ګڼي خو د امریکا سره دا وعده چې طالبان به د افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي، د چېلنج نه کمه نه ده.

پاکستاني چارواکو لپاره امریکا ته د عمران خان د سفر د کامیابۍ پېمانه دا ده چې ګنې امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ په مخامخ خبرو کې سخته لهجه نه ده کارولې؛ د کشمیر په اړه يې د منځګړتوب خبره کړې؛ په پاکستان کې د میډیا د ازادۍ په اړه پښتنو ته غلی پاتې شوی او د افغانستان په حقله يې داسې خبره کړې چې ښايي په جګړه ځپلي هیواد (افغانستان) کې د روانې مسلې ذمه وار خپله افغانان دي.

د ډانلډ ټرمپ او عمران خان تر منځه د ۲۲مې جولايي د غونډې وروسته د واېټ هاوس، د خارجه چارو وزارترسمي بیانونه او امریکايي مطبوعات بیا داسې انځور نه وړاندې کوي کوم چې ګنې د عمران خان په وینا د امریکا سفر د ورلډ کپ ګټلو په شان دی.

د عمران خان د تګ وروسته د امریکا معتبرې مجلې فارن پالیسي په یو مقاله کې د صدر ټرمپ او وزیراعظم خان تر منځشوې خبرې او د لیدو وروسته په نوو هیلو لیکلي دي.

د اکثرو کارپوهانو او هغو پخوانیو امریکایي چارواکو چې پاکستان سره يې روزګار کړی، هغوي فکرکوي چې د صدر ټرمپ خواستونه نوې خبره نه ده. او نتېجې به يې هم نوې نه وي.

فارن پالیسي د کارپوهانو غبرګون په دې ټکو کې راغونډ کړی:

٫٫ اسلام اباد به خاندي او د اکثرو غوښتنو منلو ته به غاړه ږدي. خو بیا به د طالبانو سره د خپلو زړو اړیکو په اساس او دغه شان نور اسلامي تندروه قوتونه به ځان سره یو ځاې کوي چې د امریکا د افغانستان نه د وتلو وروسته کابل بیرته قبضه کړي.٬٬

په فارن پالیسي مېګزین کې د پاکستان د چارو د ماهرینو دغه وېره په نورو مطبوعاتو او سوشل میډیا هم د ځینو کارپوهانو په پېغامونو کې ښکاره شوی.

د امریکا د یوې څیړنیزې ادارې کارپوهه او لیکوال ډېنیل مرکي د پاکستان نه په افغانستان کې د سولې لپاره د رول لوبولو په اړه د امریکا هيلې په یوه سیاسي ملنډه کې داسې لیکلې: ٫٫ ټرمپ څو ځله د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره په دوو برخو کې ویني - یو دا چې د پاکستان په مرسته سوله اېزې خبرې وشي او بل دا چې لس مېلینه بې ګناه خلک ووژني.٬٬

د وېلسن سنټر کارپوهه ماېکل کوګلمېن په بله مجله ورلډ پالېټکس ریویو کې لیکي چې په واشنګټن کې د عمران خان تود هرکلی وشو خو امریکا لا دې ته تیاره نه ښکاري چې اړېکې بیرته پرځاې شي. نوموړی لیکي:

٫٫ د امنیتي چارو لپاره د مرستو بیا پرځاې کولی، د اعلا کچې خبرو اترو بیا شورو کولو او یا د خرابو اړیکو د بیا سمولو لپاره نخښې نخښانې تر لرې لرې نه ښکاري. هم دغه شان د ټرمپ د ادارې له نظره کېدی شي د دواړو هیوادونو اړېکې ښې شي. خو د دې معنا به دا نه وي چې تعلقات پرځاې شو او یا دا چې صدر ټرمپ د پاکستان سره تعلقات غواړي.٬٬

کوګلمېن د دې لپاره دلیل دا ورکوي چې دا تر هغې نه شي کېدی تر څو پاکستان د امریکا دوه لوې شرطونه پوره کړي نه وي.

یو دا چې د افغانستان بیا پخلاېنې کې لا نور قوي رول ولوبوي. او بل دا چې د ترهګرۍ پرضد ګامونه چټک کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG