لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر نورو ملکونو د امریکا لخوا اقتصادي پابندیو تر اوسه څه گټه کړې ده؟


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ، او خارجه وزیر مایک پمپیو
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ، او خارجه وزیر مایک پمپیو

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل بهرنۍ تگلارې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په اقتصادي بندیزونو تکیه کوي، حتی چې هغه دا هم واضحه کړې چې د نظامي ځواک کارول هم یو ګټور انتخاب دی.

درې کلیدي هیوادونه چې پرې د صدر ټرمپ لخوا بندیزونه لگولې شوي، دغلته دې تگلارې تر اوسه پورې ټاکل شوې اهداف ندي تولید کړي البته د امریکا ائتلافیانو سره یې تعلق ضرور خراب کړی.

په وینزویلا کې د حکومت سیاسي مخالفینو لاریون د نړیوال ملاتړ دلاسه توانیدلې چې سوشلسټ صدر نیکولس مادودرو د واک نه شړلو لپاره هڅې وکړي.

دغه ملاتړ کې د امریکا لخوا د وینزویلا د تېلو صنعت باندې بندیزونه او د صدر مادورو مخالف خوان گووېدو موقتي صدر په توگه منل هم شامل دي. د امریکا ورورستو د نړۍ پنځوس څخه زیات هیوادونو هم خوان گوېدو د وینزویلا قانوني ولسمشر گڼلې.

خو د سیاسي زور زیاتوالي پرته نکولس مادورو اوس هم لا واک ځان سره ساتلې او د وینزویلا په صدرارتي څوکۍ ناست دې.

پوهان/شنونکي وايي، په وېنزویلا کې د پوځي طاقت د استعمال پرته هم ټرمپ انتظامیه داسې نوم گامونه اختیارولی شي چې په یاد هېواد کې د خپلې خوښې بدلون راولي.

د امریکا د اقتصادي پابندیو اثرات
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:22 0:00

ریچرډ ویټز چې "هډسن انسټيټیوټ" څېړنیزې ادارې سره کار کوي وايي "که زمونږ لگښت محدود وي نو ممکنه ده چې گټې به مو هم محدود وي. مونږ کولی شو چې نور لگښت وکړو او ډیرې گټې ترلاسه کړو. مثال په توگه، که مونږ په دې هېوادونو باندې حمله کول غواړو، د دوی حکومتونه بدلول غواړو یا دوی دې ته مجبورول غواړو چې هاغه تگلاره یا پالیسي خپله کړي کومه چې موږ غواړو".

د نهې یا سه شنبې په ورځ صدر ټرمپ په کیوبا هم اقتصادي بندیزونه ولگول په دې تور چې کیوبا د صدر مادورو امداد لپاره وینزویلا ته شل زره امنیتي سرتیري لېږلي.

هغه امریکني کاروبارونه، د چا کیوبا کې مال او جایداد چې ٦٠ کاله وړاندې د فیدل کاسترو واک کې راتلو پس ضبط شوې و او د دغې ملکیت د کېنیډا او اروپا نړیوالو شرکتونو ترلاسه کړې وو، له ټرمپ انتظامیې د دغه کمپنو خلاف د مقدمو کولو اجازه هم هم ورکړې.

د امریکا "سنټز فار سټرېټیجک اېنډ انټرنېشنل سټډیز" څیړنیز مرکز سره کارکوونکی ویلیم رینشچ وايي، "هغه (صدر ټرمپ) دغه مقاله تعقیبوي کومه چې کانگرېس د ٩٠مه په لیسزه کې اختیار کړې وه، چې یو هیواد په انتخاب کولو مجبوره کړې شي. یا به نور هېوادونه مونږ سره تجارتي اړیکي ساتي یا به زمونږ پرځائ ایران، کیوبا او شمالي کوریا سره سوداگریزه اړیکي ساتي".

د ایران په اړه د صدر ټرمپ امنیتي ډلې په وروستویو کې خپل ائتلافیانو سویلي کوریا او جاپان ته گواښ هم کړې و چې د ایراني تیل بیعه کولو ندې منعه شي گني امریکا به په دوي هم بندیزونه اعلان کړي.

بندیزونو په ایران په ځینو برخو کې کار هم کړی او امریکني ائتلافیان یې دې ته مجبور کړي چې په ایران د خپل لانجمن اېټمي پروگرام او مینځني ختیځ کې د وسله والو ډلو ملاتړ کولو څخه منعې کیدلو لپاره فشار زیات کړي.

د ریچرډ ویټز ترمخه، اروپايي هیوادونو دې ته مجبور شوي چې د ایراني اقتصاد نه لاس واخلي. که څه هم دغه ائتلافي هېوادونه د امریکا دې پالیسو څخه مطمئن ندي او مخالفت یې کوي خو په دې موضوع یې د امریکا مخه نیولو لپاره څه گامونه هم ندي پورته کړې.

په شمالي کوریا د ټرمپ انتظامیې لخوا بندېزونو کې سختۍ کېدلې شي چې شمالي کوریا د ایټمي وسلې وړلو توان لرونکې میزائل جوړولو او تجربو نه پرشا کیدلو باندې مجبوره کړې وي او منتقه د اېټي وسلو څخه پاکولو په غرض شمالي کوریا امریکا سره خبرو ته غاړه هم ایښودلې وي، خو په هر صورت، د بندیزونو ختمولو په بدل د اېټمي وسلې تلف کولو او کوریايي ټاپو د اېټمي وسله څخه پاکولو په سر خبرو اترو کې پرمختگ ندې شوې.

اقتصادي بندیزونه واقعي چې په یو هیواد اقتصادي بوج زیاتوي خو پوهان نه گڼي چې دا د یو هیواد رویه یا د پالیسو د بدلون سبب گرځیدلې شي. دوی زیاتوي وخت تیریدلو سره د دې اقداماتو اغیز کمیږي او د دې هدف هیوادونو ځان د بچ کولو لپاره نوې لارې لټوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG