لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومنلو


امریکا بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومنلو

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومنلو او پدې اړه جوړ شوي سند یې په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک کړ.

ټرمپ ددغې پریکړې د اعلانولو پر وخت وویل، د اسرایلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس منل یو حقیقت دی او دا به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګټور وي.

د ټرمپ په اعلان کې مهمې خبرې:

صدر ټرمپ په خپل اعلان کې درې مهمې خبرې کړیدي.

لومړی امریکا د فلسطین او اسرایل د شخړې حل اوس هم د دوه جلا دولتونو په توګه ګڼي چې له یوه بله سره د دوه خپلواکو ګاونډیو هېوادونو په توګه ژوند وکړي.

دوهم دا چې امریکا د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د لانجمنې پولې له مسلې سره خپل کار نه ساتل غواړي.

دریمه خبره دا وه چې د فلسطین او اسرایل ترمنځ د شخړو د حل او امن لپاره به امریکا په راتلونکي کې هم خپل رول لوبوي.

ددغه نوي اعلان له مخې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا سفارت له تل ابیب څخه د اسرایلو نوې پلازمینې بیت المقدس ته ولېږدول شي.

ټرمپ وویل، اسلامي هېوادونه به ددغې پریکړې په اړه سخت غبرګون څرګند کړي خو غوښتنه یې دا وه چې د تاوتریخوالي پرځای باید د سولې او نرمښت څخه کار واخیستل شي.

د فلسطینیان، عربانو او مسلمانانو مخالفت

د امریکا ولسمشر دغه پریکړه پداسې وخت کې اعلان کړه چې د فلسطین د ولسمشر په ګډون د اسلامي نړۍ ګڼو مشرانو پدې اړه خپل مخالفت ښودلی و.

د ترکیې ولسمشر ویلي و، بیت المقدس د مسلمانانو لپاره د سرې کرښې حیثیت لري او که ټرمپ داسې کومه پریکړه وکړي نو دوی به حتی له اسرایلو سره د خپلو اړیکو پرې کولو ته هم چمتو دي.

د سعودي په ګډون د منځني ختیځ یو شمېر مسلمانو هېوادونو وړاندې د صدر ټرمپ دغه پلان ته سخت غبرګون ښودلی و او ویلي و چې کچېرې امریکا بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومني نو ناوړه پایلې به له ځانه سره ولري.

پاکستان هم د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ ددغه پلان مخالفت کړی و. پاکستان د ازاد هېواد په توګه د اسرایلو حیثیت نه مني او په ټولو نړیوالو فورمونو د فلسطین کلکه مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG