لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د شمالي کوریا نښه کولو ته تیار یو


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ شمالي کوریا ته یو تازه دهړکه ورکړې او وویلي يې دي چې "امریکایي وسلې ویشتلو ته تیارې دي".

دانالډ ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي "په هغه صورت کې چې شمالي کوریا کوم ناپوهه اقدام وکړي، پوځي حل لارې اوس په بشپړه توگه ټاکل شوې او وسلې د تیارۍ په حال کې دي."

ښاغلي ټرمپ هیله څرگنده کړه چې د شمالي کوریا صدر کیم جون اون، بله لاره انتخاب کړي.

صدر ټرمپ دا خبره یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې د دفاع وزیر جیم مېټیس وویلي د امریکا دی ته تیار دي چې د پیانگ یانگ د هر ډول خطر په وړاندې مقابله وکړي.

د چین یوې دولتي ورځپاڼې د جمعې په ورځ که چرې شمالي کوریا پر امریکا برید وکړي چین باید بې طرفه پاته شي.

د چین د Global Times ورځپاڼې ددې خبرې په کولو سره په یو ډول پيانگ يانگ ته د امریکا د گوام پر ټاپو باندې د ممکنه حملې په هکله خبرداری ورکړی دی.

گلوبل ټايمز په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې که شمالي کوریا د امریکا پر ضد لومړی په برید لاس پورې کړي بیجنگ باید خپله بې طرفي وساتي او که دواړه د یو بل پر ضد بریدونه پیل او واشنگټن هڅه وکړي چې د شمالي کوریا رژیم نسکور کړي او د هغه هیواد سیاسي سیستم بدل کړي چین باید د هغې مخه ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې او د روانې لانجې په حوارولو یې ټینگار کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG