لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ او وزیراعظم مودي په هیوسټن کې زرګونو هندي امریکایانو ته وینا کړې


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په امریکا کې ژوند کونکي هندوستاني امریکان ستاېلي او د هند وزیراعظم نریندرا مودې سره په شریکه کې يې په هیوسټن ښار کې زرګونو هندوستاني امریکایانو ته وینا کړې.

د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي لپاره په یو لوې میدان کې راجوړې شوې دستورې یا جلسې ته په وینا کې صدر ډانلډ ټرمپ هندوستاني امریکایانو ته ویلي ٫٫ مونږ په تاسو ویاړ کوو. او زما انتظامیه هره ورځ ستاسو لپاره جنګیږي.٬٬

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي لپاره جوړې شوې دغه جلسې چې ورته د هاوډي مودي نامه ورکړل شوې کې نژدې ۵۰ زره خلکو ګډون کړی.

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي دغه جلسې ته د صدر ډانلډ ټرمپ د رابللو په وخت ویلي چې ٫٫ صدر ټرمپ د وړاندې نه د ا مریکا اقتصاد ډیر قوي کړی.٬٬ او زیاته کړې يې ده چې د صدر ټرمپ په راروانو دوو کلونو کې به د هند او امریکا اړیکې تر ټولو لوړ مقام ته ورسیږي.

Protest
Protest

په دغه مهال د وینا په وخت صدر ټرمپ د واشنګټن او نوي ډلي دوه اړخیزه اړیکې هم ستایلي او زیاته کړې يې ده ٫٫ هندوستان چې څنګه دا وخت په امریکا کې سرمایه کاري کوي داسې يې وړاندې کله هم نه ده کړې. او ځه وایم چې دا اړیکې دوه اړخیزه پکار دي. ځکه مونږ هم په هندوستان کې سرمایه کاري کوو.٬٬

په دغه مهال صدر ټرمپ د هندوستان وزیراعظم ته ویلي چې د هندوستان کله هم په امریکا کې یو داسې ښه ملګری صدر نه دی پاتې شوې لکه څنګه چې صدر دانلډ ټرمپ دی.

که څه هم صدر ټرمپ د هندوستان په اړه دغه ښې خبرې کړي، خو امریکا او هندوستان لا هم په هغه تجارتي لوظنامه نه دي راضي شوي کومه چې وروسته د هغې ځنډیدلی کله نه چې امریکا د هندوستان د تجارت لپاره ځانګړی حیثیت ختم کړی.

د دغه لوظنامې ځنډیدلو په ځواب کې هندوستان هم په ګڼ شمیر امریکايي سامانونو ټکسونه سېوا کړي.

پریتي داورا چې د هاوډي مودي دستورې په جوړونکو کې ده وايي چې په دغه دستوره کې هندوستاني امریکایانو صدر ټرمپ ته پوره هرکلی کړی.

په نژدیو کې شوي نظرپوښتنو ترمخه په هندوستاني امریکایانو کې د صدر ټرمپ ملاتړ سېوا شوی، یوه داسې ډله چې د کال ۲۰۱۶م په صدارتي ټاکنو کې يې د صدر ټرمپ مخالفه هیلري کلنټن له زیاتې رايې ورکړې وې.

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي د امریکا دا سفر په داسې وخت کوي چې په لانجمن کشمیر کې د لګول شوو بندیزونو په سر د نړیوال غبرګون سره مخامخ دی.

تیره میاشت وزیراعظم نریندرا مودي د هند د ولقې لاندې کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړی. د دغه ګام سره د هند او پاکستان تر منځه تاو تریخوالی نور هم سېوا شوی ځکه پاکستان هم د کشمیر د ځنو برخو دعوه لري.

د هندوستان حکومت د کشمیر د ځانګړي حیثیت ختمولو وروسته د مسلمانانو اکثریتي دغه سیمه کې د مظاهرو مخه نیولو لپاره په زرګونو عسکر پرځاې کړي او د کشمیر ځايي خلک د تګ راتګ تر څنګ د رابطو کولو د بندیزونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG