لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستان دې خپلې خاورې نه په نورو د ترهګرو دبریدونو مخه ونیسي"


ډنالډ ټرمپ او نریندرا مودي دغه خبرې په سپینه ماڼۍ کې د خبرو اترو څخه وروسته یوې ګډې خبرې غونډې ته وکړې.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له پاکستان څخه غوښتلې چې ترهګر دې له خپلې خاورې څخه په نورو هیوادونو بریدونو ته پرې نږدي.

ډنالډ ټرمپ او نریندرا مودي دغه خبرې په سپینه ماڼۍ کې د خبرو اترو څخه وروسته یوې ګډې خبرې غونډې ته وکړې.

د سپینې ماڼۍ څخه په ګډه اعلامیه کې ویل شوی په دغو خبرو کې دواړو مشرانو په امنیتي او اقتصادي برخو کې د ګډ کارکولو ژمنه وکړه.

ښاغلي مودي وویل چې دوی به د ترهګرۍ په وړاندې جګړه تونده کړي او پدغې برخه کې به خپل استخباراتي معلومات هم له امریکا سره شریکوي.

ټرمپ وویل واشنګټن او نوی ډلي د ګډو ګواښونو سره د مبارزې په ډګر کې د ګڼو نورو هیوادونو لپاره یو ښه مثال کیدای شي.

د هندو په نامه یوې وتلې هندۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې سږ کال د امریکا او هندوستان لخوا په ګډ بیان کې د ترهګرۍ په اړه په سختو ټکو یادونه شوې په ځانګړې توګه د هغو ترهګرو ډلو په اړه چې په پاکستان کې دیره دي.

ورځپاڼه زیاتوي د ټرمپ او د مودي له لیدنې څخه یواځې څو ساعته دمخه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د کشمیر د حزب المجاهدین ډلې مشر سید صلاح الدین د نړیوال ترهګر په توګه ونومول شو چې د هند لخوا یې هرکلی وشو.

بل پلو دواړو لورو د پاکستان مېشتو جیش محمد او لښکر طیبه د ګواښونو پر ضد د خپلمنځي همکاریو د زیاتولو ژمنه هم کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د پاکستان په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه نیوکې کړي او دا یې د هندوستان د سیاست په رڼا کې خبرې ګڼلې.

امریکايي‌ ولسمشر دونالد ټرمپ همدارنګه د هند صدراعظم نه مننه وکړه چې هیواد یې د افغانستان د ثبات ټینګولو او پرمختیا په برخه کې رغنده ونډه لرلې ده.

ښاغلي مودي د افغانستان په برخه کې همکاري د سیمې د سولې لپاره مهمه وبلله او په افغانستان کې یې امنیتي وضعه د اندیښنې وړ وبلله.

د سپینې ماڼۍ لخوا د دوشنبې په ورځ په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي چې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د ټکنالوژۍ او د دفاعي وسایلو د ودې او پرمختګ په برخه کې به هم سره مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG