لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ اېمي بېرېټ د سترې محکمې د ججې لپاره نومولې 


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ اېمي بېرېټ د امریکا د سترې محکمې یا سپریم کورټ د هغې خالي شوې څوکۍ لپاره نومولې چې د روت ګېنزبرګ د مرګ وروسته خالي شوې. د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د خالي/ شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اېمي بېرټ د ټاکنې د اعلان په وخت ویلي چې هغه د دغې څوکۍ لپاره پوره اهلیت لري.

صدر ډانلډ ټرمپ تمه څرګند کړې چې سېنټ به د اېمي بېرېټ ټاکنه په اسانه ومني او په مطبوعاتو او قانون سازانو یې غږ کړی چې په مېرمن اېمي دې شخصي ټکونو کولو نه ډډه وکړي.‌ د یو پوښتنې په ځواب کې صدر ټرمپ ویلي ٫٫ ډیموکرېټانو لپاره به د بېرېټ د ټاکنې مخالفت کول ګران وي ځکه چې هغه پوهه او قابله ښځه ده.٬٬

په امریکا کې شوي تازه نظر پوښتنو تر مخه اکثریت امریکایان او قانون دانان غواړي چې روان کال کیدونکي انتخاباتو ګټونکی دې په دغه خالي شوي څوکې د ټاکنې اعلان وکړي.‌ د وي او ای لخوا په دې اړه شوې پوښتنې ته په ځواب کې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي ٫٫ زه نه ګڼم چې دوی اېمي زیاته پېژني.٬٬ صدر ټرمپ ویلي، زما په فکر د انتخاباتو وړاندې به دغه ټاکنه وومنل شی.

د دې وړاندې د واېټ‌ هاوس چېف اف سټاف مارک مېډوز خبریالانو ته ویلي وو چې د بېرېټ د نامې د منظورۍ د وخت په اړه څه نه شي ویلی. نوموړي ویلي وو چې د دغه ټاکنې د منظورۍ لپاره به سېنېټرانو ته وخت پکار وي او په دې به بحث کیږي. خو سره د دې هغه تمه څرګند کړې وه، چې سېنېټران به د هغې قابلیت ته په کتلو دغه کار په تادۍ وکړي. مارک مېډوز ویلي وو، که سېنېټران دغه کار په وخت وکړي نو هیله ده د نومبر د لومړۍ نېټې وړاندې به د سېنېټ نه د اېمي بېرېت د ټاکنې منظوري وشي.

Supreme Court Ginsburg Lying in State
Supreme Court Ginsburg Lying in State

د خالي/ شنبې په شپه د پېنسلوینیا په هېرسبرګ هوايي ډګر یا اېیرپورټ د خپلو پلویانو انتخابي ډلې ته د وینا په وخت صدر ټرمپ ویلي وو ٫٫ اېمي بېرېټ به د خداې لخوا تاسو ته درکړل شوي آزادي او حقونه خوندي ساتي.٬٬ امریکايي صدر د ۸۷ کلنې جسټس روت بېډر ګنزبرګ د مرګ څو ورځې وروسته ویلي وو، چې د هغې ځاې ناستې به ښځینه ججه یا قاضي‌ وي.

د امریکا لوېزیانا ایالت په نیو اورلېنز ښار کې پېدا شوې ۴۸ کلنه اېمي بېرېټ د اوو بچو مور ده. که د امریکا د سېنېټ لخوا د بېرېټ ټاکنه ومنل شی نو هغه به د امریکا د سپریم کورټ په نهه قاضیانو / ججانو کې تر ټولو کم عمره وي.په سپینه ماڼۍ کې د نومول کیدو وروسته په یوه لنډه وینا کې اېمي بېرېټ د مړې شوې جسټس روت بېډر ګنزبرګ د یوې ججې او د ښځو د حقونو لپاره کارکولو په سر د هغې ستاېنه وکړه.

د امریکا په سېنېټ کې واکمن رېپبلکن ګوند اکثریت دی او تمه ده چې د اېمي بېرېټ ټاکنه به د سېنېټ نه منظور شي. په سېنېټ کې د ريپبلکن پارټۍ د اکثریتي ډلې مشر مچ مېکونل د خالي/ شنبې په ورځ په یو خپور شوي بیان کې ویلي، صدر ټرمپ د دې نه غوره بله فیصله نه شوه کولی. بې د شکه اېمي بېرېټ ډیره تکړه، قابله او اثر لرونکې شخصیت لري.

د امریکا د سېنېټ د عدالتي/ جوډېشري کمېټۍ مشر سېنېټر لېنډسی ګراهم په یو بیان کې ویلي، صدر ټرمپ د صلاحیتونو ډکه مېرمن د سپریم کورټ د ججې په هیڅ نومولې، خو سره د دغې به مونږ دا خبره یقیني کوو چې په سېنېټ کې د موجود قانون لاندې د هغې نامه د بحث لاندې راوستی شي. د خالي په ورځ د امریکا فاکس نیوز سره د خبرو په وخت نوموړي‌ زیاته کړې وه، امکان دی د اکتوبر ۲۶مې نېټې پورې د اېمي بېرېت نامه د منظورۍ لپاره په سېنېټ کې وړاندې کړل شي چې وروسته به یې بیا د رایو لپاره نېټه ټاکل کیږي.

د ډیموکرېټ ګوند غبرګون

د امریکا په سېنېټ کې د مخالفه ډېموکرېټ ګوند غړو د اېمي بېرېټ د نومولو مخالفت کړی او د ریپبلکن ګوند لخوا یې په سېنېټ کې په دغې د رایو لپاره امکاني نېټه باندې اندېښنې ښودلي. د ډیموکرېټ ګوند سېنېټر ډاېین فاېنسټاېن ویلي، ٫٫ سېنېټ له تر هغې په کومه نامه بحث او خبرې کول نه دي پکار تر څو چې امریکایانو په دریم نومبر خپله رایې نه وي ورکړې او نوي صدر څوګند نه وي پورته کړی.٬٬

وړاندې د دغې د ډېموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن څوک چې پخپله هم د سېنېټ د عدالتي کمېټۍ مشر یا چېرمېن پاتې دی، د خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي ٫٫ لکونه امریکایان د وړاندې نه راې یا ووټ ورکوي، ځکه د دوي د صحت نظام په خطره کې دی.٬٬


جو باېډن ویلي صدر ډانلډ ټرمپ د تیرو څلورو کالو راهسې امریکایانو ته د اسانتیا ورکونکي طبي نظام یا هېلت کېر اېکټ ختمولو پسې لګیدلی دی او ریپبلکن ګوند هم دغه کار د تیرو ۱۰ کالو راهسې کوي. جو باېډن ویلي د امریکا سپرېم کورټ یا ستر عدالت دوه وارې د صححي بېمې یا هېلت کېر اېکټ اېیني ګرځولی خو اېمي بېرېټ د امریکا سپریم کورټ دغه فیصلو سره اختلاف کړی کوم چې د امریکايي اولس په حق کې دی.

اېمي بېرېټ د زاړه پاله عیسايي فکر لرونکي ججې په توګه پیژندل کیږي هم دغه وجه ده چې په کال ۲۰۱۷م کې چې کله صدر ډانلډ ټرمپ د شکاګو اووم سرکټ کورټ اف اپېل د جج به توګه وټاکله نو هغه وخت هم په سېنېټ کې ډېموکرېټ ګوند غړو د دغې په ښکاره مخالفت کړی وو.‌

XS
SM
MD
LG