لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ به د ایران د اېټمي لوظنامې نه وځي: واېټ هاوس


د امریکا صدرډانلډ ټرمپ به په یو څو ورځو کې د ایران سره د اېټمي وسلو د مخنیوې په سر د موافقې د نه تائیدولو اعلان وکړي. دغه موافقه د امریکا پخواني صدر براک اوباما د ایران د حکومت سره په ٢٠١٥ کال کې لاسلیک کړي وه.

د صدر ټرمپ د اعلان نه وروسته به د امریکا کانګرس دا فیصله کوي چې ایا په ایران باندې بندیزونه بیا ولګوي او کنه.

داسې اندازه ده چې صدر ټرمپ به د اکتوبر د ١٥ نیټې پورې دغه اعلان وکړي خو واېټ هاوس وايي چې کیدای شي د موافقې د ختمولو اعلان د دغې نیټې نه هم مخکې وشي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز وویلي "صدر د ایران په هکله فیصله کړیده او اوس دا باوري کوي چې د دې مسلې لپاره یوه جامعه پالیسي ولرو. په دغه پالیسۍ کې به نه یواځې یو اړخ ته بلکه ټولو اړخونو ته وکتل شي او د ایران په رول به هم مفصل غور وشي."

صدر ټرمپ تیره میاشت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل "د ایران سره د اېټمي پروګرام د مخنیوي په اړه تړون یواړخه او بیکاره تړون دی، چې امریکا لاسلیک کړیدی."

صدر ټرمپ حتی وویل چې دغه موافقه د امریکا لپاره د شرم وړ ده.

له بلې خوا اروپایي ملکونه په خاص ډول برتانیه غواړي چې امریکا د ایران سره دغه موافقه نه ختموي. د برتانیې صدراعظمي ټریسا می د سه شنبې په ورځ ټرمپ ته ټیلفون وکړ او ورته یې وویل چې برتانیه د ایران سره دغه موافقې ته ژمنه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG