لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ: د سعودي عربستان د تیلو په مرکزونو شوي بریدونو ځواب ته تیار یو


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سعودي عربستان د تیلو په مهمو مرکزونو د ډرون بریدونو وروسته ویلي چې امریکا د دغې بریدونو ځواب ورکولو ته تیاره ده.

امریکايي صدر د اتوار یا یکشنبې په ورځ ناوخته په خپل ټوېټر لیکلي: ٫٫ د دې باور کولو لپاره یو دلیل شته چې مونږ مجرم پیژنو.٬٬ صدر ټرمپ وړاندې لیکلي چې هغه د سعودیانو لخوا د دې خبرې اوریدو ته په تمه دی چې د دوي په خیال د دغه بریدونو په شا څوک دي او د دغې ځواب څنګه او په کومو شراېطو ورکول پکار دي.

د صدر ډانلډ ټرمپ وړاندې د هغه د انتظاميې یو بل ستر چارواکي هم ویلي وو چې په دې کې هیڅ شک نشته چې د سعودي عربستان د تیلو په دغه مهمو مرکزونو د بریدونو ذمه وار ایران دی.

هم د اتوار په ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي د سعودي عرب د تېلو په مهمو غټو مرکزونو د بریدونو زمه وار ايران دی او يمن په دغو بریدونو کې هيڅ رول نه لري.

پمپيو په ټويټر ويلي ايران په دغه ‌‌ډول د ۱۰۰ نه په زياتو بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی د ايران صدر حسن روحاني او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف يې سفارتکاري کوي او په داسې کې ايران نړۍ ته د تېلو ورکولو په غټ لاين برید کړی دی.

هغه ويلي داسې هیڅ ثبوت نشته چې دا بريدونه د يمن نه شوي وي.

نوموړي په بل ټويټ کې ويلي په ټولو هېوادونو غږ کوي چې د ايران دغه بریدونه وغندي او امریکا به د خپلو همکارانو سره په ګډه کار کوي چې د ايران سره حساب کتاب وکړي.

د خالي په ورځ حوثي یاغیانو ادعا کړې وه چې د سعودي عربستان د تېلو پر مهمو ځایونو یا تاسیساتو د ډرون یا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو يې د دغه دولت پېداوار ته زیان رسولی دی.

د امریکایي مطبوعاتو ترمخه دغو بریدنو د سعودي عربستان شاوخوا د تېلو نیمایي پېداوار، یا د نړۍ د ورځني تقریبا پینځه فیصدي پیداوار ته زیان رسولی دی او د نړۍ د تیلو په رسد کې د ګډوډۍ خطر يې راپورته کړی دی.
د دغو بریدونه نه په خلیج فارس کې سم دلاسه د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ لا نور هم زیات شوی دی.
د امريکا سپینې ماڼۍ ويلي چې صدر ډانلډ ټرمپ د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې دغه برید غندلی دی او د سعودي عرب د ځان څخه د دفاع ملاتړ یې ښودلی دی. سپینې ماڼۍ ويلي چې امریکا دې ته ژمنه ده چې د تېلو نړیوال بازارونه باثباته وي او ښه رسد لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG