لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د ابوبکر البغدادي د وژنې په عملیاتو کې په برخه اخستو پوځي سپی ستاېلی


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په خپل ټویټر د هغه پوځي سپي ستاینه کړې کوم چې په شام کې د داعش تندروه ډلې مشر ابوبکر البغدادي د وژنې په عملیاتو کې برخه اخستې.

صدر ډانلډ ټرمپ په خپل ټوېټر د دغه سپي یو عکس ورکړی خو د دغه سپي نامه يې نه ده ښودلې. صدر ټرمپ لیکلي: ٫٫ مونږ د دغه تکړه سپي عکس د ښودلو یا ډي کلاسیفاېډ کولوفیصله کړې.دغه سپي د داعش مشر ابوبکر البغدادي په نیولو او وژلو کې لوې کار کړی.٬٬

هم د ګل په ورځ د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک میلي خبریالانوته ویلي چې دغه سپي د عملیاتو په وخت ٫٫ ډیر دروند او زړه ور٬٬ کار کړی. نوموړي ویلي چې دغه سپې په عملیاتو کې لږ شان ژوبل شوی خوتمه ده چې ډیر زر به پوره روغ شي او خپل کارونه به ترسره کوي.

په ټوله نړۍ کې د داعش تندروه ډلې سخت دریزه نظریې نه اغیزمند شوو نسلي او مذهبي اقلیتي ډلو د داعش مشر ابوبکر البغدادي په وژنه باندې خوشحالۍ څرګندې کړي څوک چې شمال ختیز شام کې د تېر اتوار په ورځ د امریکې په پوځي عملیاتو کې وژل شوی.

یو یزیدې خځې لیلا تالو ویلي پکار وه چې بغدادي ډېر وړاندې وژلی شوی وی. په کال ۲۰۱۴ کې د شمالي عراق سنجار باندې د داعش د حملې وروستو تندلارو دغه یزیدي خځه د جنسي غلامي په توګه استعمال کړې وه.

د عراق په سنجار ښار باندې د حملې په وخت داعش وسله والو د یزیدي فرقې ګڼ شمېر سړي وژلي وو او په زرګونو خځې او جینکۍ یې د سخت ظلم لاندې غلامانې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG