لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د طالبانو سره د سولې خبرې ٫٫ختمې٬٬ دي


د امریکا صدر دانلډ ټرمپ ویلي دافغان طالبانو سره د سولې خبرې اترې ٫٫ختمې٬٬ دي او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان جګړې ختمولو لپاره يې د طالبانو سره د لیدو کتو نور هیڅ شوق نشته.

صدر ډانلډ ټرمپ ویلي ٫٫ ځه په دغې اړه نور هیڅ نه وېل غواړم.٬٬

د امریکا وتلې ورځپاڼې واشګنټن پوسټ ترمخه صدر ډانلډ ټرمپ د (ګل/ دوشنبې) په ورځ د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د طالبانو سره خبرې نورې ختمې دي.

د واشنګټن پوسټ تر مخه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازې زلمی خلیلزاد واشنګټن ته رارسیدلی. نوموړی به په واشنګټن کې د صدر ټرمپ انتظامې چارواکي خبروي چې تر دې دمه په د افغان سولې خبرو اترو کې څه شوي او وړاندې به څه کیږي.

د اخبار ترمخه د صدر ټرمپ په انتظامیه کې د افغانستان د جنګ ختمولو په سر د طالبانو سره د سولې ممکنه تړون باندې اختلافونه موجود دي، چې پکې خارجه وزیر ماېک پمپېو د دې مرسته د قامي امنیت صلاحکار جان بولټن يې مخالفت کوي.

ورځپاڼه وايي د ټرمپ په انتظامیه کې د افغانستان د سولې په سر د صدر مرسته ترلاسه کولو لپاره د انتظامې اعلا چارواکو تر منځه مقابله توده شوې ده.

د صدر ټرمپ د انتظامې یو اعلا چارواکي واشنګټن پوسټ ته د جان بولټن یا ماېک پمپیو تر راپورته شوي تاو تریخوالي په حقله ویلي او زیاتوي، ټرمپ که اوس هر څه وايي خو د مذاکراتو لانجه ختمیدو ته لا نژدې نه ده.

اخبار وايي څنګه چې ټرمپ لومړی د شمالي کوریا او ایران مشرانو ته دهړکې ورکړې وې، خو بیا يې ورسره د خبرو اترو خواهش څرګند کړی وو. صدر ټرمپ به په اخیره کې د طالبانو سره تړون کولو ته راضي کیږي.

هم د ګل په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرو درولو وروسته ویلي ٫٫ طالبان اوس وايي، چې لویه تېرونه ترې شوې.٬٬

ولسمشر ټرمپ دغه خبرې په وایټ هاوس کې خبریالانو ته د ګل یا دوشنبې په ماسپښین کړي. طالبانو په کابل کې ۱۲ کسان ووژل چې د سولې په خبرو کې خپل ځان برلاسي وساتي. "دوی له ماسره دا (چل) نشي کولای."

د امریکا شمالي کېرولاینا ایالت ته له تللو وړاندې یو شمېر خبریالانو له هغه نه له طالبانو سره د خبرو درولو، طالبانو سره په کېمپ ډېوېډ کې د هغه د ممکنه لیدلو او له افغانستان څخه د پوځیانو د وېستلو په اړه پوښتنې وکړې.

ولسمشر ټرمپ په کېمپ ډېوېډ کې له طالبانو سره د لیدلو په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې دا د هغه فکر وو چې له طالبانو سره په دغه ځای کې وویني.

هغه وویل، مونږ په کېمپ ډېوېډ کې ( په تاریخي توګه) د خرابو او ښو خلکو سره مخکې هم لیدلي دي.

ښاغلي ټرمپ وویل، چې د امریکا د یوه ډېر غوره پوځي د وژنې، د ناټو د یو پوځي د وژنې او د نورو کسانو د وژنې له امله يې پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره به نه ګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG