لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د سرحدي دیوال په سر د حکومتي چارو ودرولو دهړکه کړې


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار یا یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی که چرې کانګرس د مېکسیکو سره په پوله د لوې دیوال جوړولو لپاره فنډونه منظور نه کړل نو حکومت چارې به ودرول شي.

امریکایي صدر دعوه کړې مخالفه ډیموکریټ ګوند له پکار ده چې د امریکايي سرحدونو د خونديتوب لپاره هغه ته رايې ورکړي چې پکې د دیوال جوړول، او د غیر قانوني کډوالو په اړه سخت قانونونه عملي کول هم شامل دي. صدر ډانلډ ټرمپ دا هم ویلي د رېپبلکن ګوند دننه یوې ډلې د مخالفه ډیمو کریټ سره په ګډه د دغې قانون منظوریدو مخه نیولې.

امریکايي کانګرس په نژدیو اونیو کې دوه وارې د صدر ټرمپ لخوا وړاندې کړل شوي د غیر قانوني کډوالو په اړه د سخت قانون مخه نیولې.

صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار په ورځ په ټوېټر ویلی ٫٫ مونږ له د کډوالۍ یا اېمیګریشن یو داسې نظام پکار دی چې پکې امریکا ته د کار جوګه خلک راشي.٬٬

د مېکسیکو سره په پوله د دیوال جوړولو خبره صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۶م کې د خپل صدراتي کمپاېن په وخت هم کړې وه. په دغه دیوال جوړولو به نژدې ۲۰ بلینه ډالره مصرف راځي. خو تر اوسه کانګرس د پولو د امنیت لپاره یواځې ۱.۵ بېلینه ډالره منظورې کړي.

د صدر ټرمپ مخالفه ډیموکریټ ګوند سره سره سره ځیني ریپبلکنز غړي هم په دغه دیوال نیوکې کوي.

امریکايي صدر به د ډیر وخت راهسې وېل، د مېکسیکو حکومت به د دغه دیوال جوړولو لپاره پېسې ورکوي. خو د مېکسیکو مشرانو څو څو وارې ډیر په نیغه ویلي، دوي به دغه پېسې نه ورکوي. د دغې وروسته صدر ټرمپ کانګرس ته د دغه دیوال دغه دیوال مصرف منظورلو په خواست مجبوره شوی.

امریکايي صدر خبرداری ورکړی د ستمبر میاشتې په اخېره کې کله چې مالي کال ختمیږي او حکومتي خرچې په ختمیدو شي نو حکومتي شټ ډاون یا په عارضي توګه به یو شمیر حکومتي ادارې وتړل شي.

د نومبر په میاشت کې به په ګرده امریکا کې د کانګرس لپاره انتخابونه هم ترسره کیږي. تیر کال هم امریکايي قانون دانان یوې لنډې معاهدې ته نه وو رسیدلي او حکومت په عارضي توګه تړل شوی (شټ ډاون) وو.

په داسې مهال چې صدر ټرمپ د دیوال جوړولو لپاره خلک قانع کوي، صدر ټرمپ یو وارې بیا د مېکسیکونه په غیر قانوني توګه راتلوکي کډوالو ته خبرداری ورکړی او ویلي يې دي ٫٫ که دوي راغلل نو د سختو نتیجو سره به مخ شي که د دوي سره د دوي ماشومان ولې نه وي.٬٬

صدر ډانلډ ټرمپ زیاته کړې: ٫٫ په غیر قانوني توګه امریکا ته راتلونکي کډوال د خپلوشیطاني مقصدونو لپاره خپل ماشومان د ډهال په توګه کاروي.٬٬

صدر ټرمپ ویلي کانګرس باېد د کډوالو دغه بد قانونونه سمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

امریکايي صدر یو وارې بیا په ډیموکریټ ګوند تور لګولی چې دوي د امریکا سرحدونه خلاص ساتل غواړي او د هیواد دننه د جرمونو هیڅ غم نه کوي. او د امریکا د درغو میډیا د دوي په ډله ده.

صدر ټرمپ امریکا ته راتلونکي کډوالو په اړه دا تازه سختې خبرې په داسې مهال کړي چې دا مهال امریکا ته د ګوېټېمالا، السلواډور او هنډارس نه ګڼ شمیر کډوال په غیر قانوني توګه راروان دي.

امریکايي انتظامیه بیا د دغه کډوالو سره د څو اونیو راهسې په هغه سخته پالیسۍ کار کوي د کومې لاندې چې نژدې ۲۵۰۰ ماشومان امریکا ته د راتلو وروسته د خپلو کورنیو جدا کړی شوي.

یوه میاشت وړاندې بیا د یوې عدالتي فیصلې لاندې امریکايي چارواکو نژدې ۱۸۰۰ ماشومان د خپل مور او پلار سره یو ځايې کړي. خو نژدې ۷۰۰ ماشومان لا هم د خپل مور او پلار سره د یو ځايېکیدو په تمه دي. د امریکايي انتظامې د سختې پالیسۍ وروسته نژدې ۴۳۱ کسان د خپلو ماشومانو سره د امریکا نه بیرته شړل شوي. او نژدې ۱۰۰ ماشومان بیا داسې هم دي چې د مور او پلار د ځاې معلومات يې نه کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG