لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي‌ انتخابات: ټرمپ او باېډن په مهمو ایالتونو کې اخیري کمپاېنونه کوي


په امریکا کې د صدارتي انتخاباتو دوه ورځې وړاندې دواړه صدارتي کاندیدانو په ټاکنو کې مهمو ایالتونو ته خپل سفرونه او کمپاېنونو سېوا کړي او د خالي/ شنبې په ورځ صدر ټرمپ په پېنسلوینیا کې څلور جلسې ولې باېډن بیا خپله ورځ په میشیګن کې اړولې.

د ټرمپ لومړۍ جلسه په نیوټاون کې وه چرته چې هغه د امریکا په سپریم کورټ باندې نیوکې وکړې چې د ریپبلکن ګوند لخوا د غیر حاضر وټونو لپاره درې ورځې اضافي وخت غوښتنه رد کړې وه. صدر ټرمپ ویلي ٫٫ دا د امریکا سپریم کورټ لخوا تر ټولو وحشتناکه کار دی چې دې هیواد سره یې کړی.٬٬ نوموړي ویلي ٫٫ مونږ باېد پوهه شو چې چا ګټلې.٬٬

په موټرزویل کې خپلې اخیرۍ جلسې ته د وینا په وخت صدر ټرمپ د دې خبرې پخلی وکړو چې هغه یو صدارتي امر لاس لیک کړی چې د امریکا د توانایۍ / انرژۍ محکمې ته ویل شوي چې په امریکا کې د قدرتي ګېس د معلومولو لپاره د مزکې غوڅولو په اثراتو مطالعه وکړي. دغه کار په غربي پینسلوینیا کې د کارونو روزګارونو لویه ذریعه ده. ټرمپ په باېډن تور لګولی چې هغه د مزکې په غوڅولو بندیز لګوي که چرې هغه انتخابات وګټل، جو باېډن بیا دغه خبره ردوي.‌

په دغه جلسه کې صدر ټرمپ د امریکا ځانګړي ځواکونو مننه هم وکړه چې په ناېجیریا کې یې د خالي په ورځ ځانګړي عملیات کړي او د ځینو وسله والو لخوا تښتول شوی امریکايي یې راخلاص کړی.‌

پېنټاګان تر اوسه پورې د دغه تن په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو راېټرز خبري اېجنسۍ د یو بې نومه امریکایي چارواکي لخوا ویلي، چې ۲۷ کلن فلپ والټن روانه اونۍ تښتول شوی وو.

په کال ۲۰۱۶م کې صدر ټرمپ په لږو وټونو پېنسلوینیا ګټلې وه. د رایټرز او اېپساس پولز تر مخه په دغه ایالت کې اوس صدر ټرمپ د باېډن نه پینځه فیصده وروسته دی.

هم تیره ورځ بیا جو باېډن په لومړي ځل د پخواني صدر بارک اوباما سره په شریکه په انتخابي کمپاېن کې برخه اخستې. دواړو د میشیګن په دوه ورځني کمپاېن کې په وړومبۍ ورځ په فلنټ او ډیټروایټ کې کمپاېنونه کړي. په دغه ایالت کې د دوو ورځو د کمپاېن حدف د رایو ورکونکو ملاتړ ترلاسه کول دي.

د میشیګن په فلنټ ښار کې په انتخابي جلسه کې باېډن کرونا وبا ته د ټرمپ په ځواب پام وګرځوو او خلکو ته یې وویل: ٫٫ مونږ به دې وایرس ته ماتې ورکوو او دا به په کنټرول کې راولو. او د دغې لپاره لومړی ګام چې مونږ به یې اخلو هغه به ټرمپ ته ماتې ورکول وي.٬٬

د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته د جو باېډن د کمپاېن ډلې په یو بیان کې د سټېنفرډ پوهنتون د تازه اندازو په اړه غبرګون هم څرګند کړی. د یاد پوهنتون اتکل کړی چې د جون او ستمبر په میاشت کې د صدر ټرمپ په جلسو کې اضافي ۳۰ زره کسان د کرونا نه ناروغه شوي او تر ۷۰۰ پورې مړه شوي. خو دغه اټکل د پلټنو پرځاې د شمیرو په ماډل شوی او د بل چا لخوا یې بیا کتنه هم نه ده شوې.‌

د باېډن د کمپاېن ویاند اېنډریو بېټس په یو بیان کې ویلي: ٫٫ ټرمپ د خپلو سختو پلویانو د ژوند هم اډو پرواه نه کوي.٬٬ پولیټېکو اخبار د یو رپورټ تر مخه واېټ هاوس د پوهنتون دغې څیړنه د نېمګرتیاوو ډکه بللې او د صدر ټرمپ پلویانو شرمولو یوه سیاسي هڅه یې بللې.

په امریکا کې قامي نظر پوښتنې ښايي چې باېډن د ټرمپ نه د ۷نه تر ۸ فیصده پواېنټونو سره وړاندې دی، که څه هم دغه شمیره بیا په مهمو انتخابي ایالتونو کې د نیمايي پورې ده. دا هغه ایالتونه دي چې د الېکټورل کالج د ووټونو فیصله به کوي.

په امریکا کې د رییل کلییر پالتېکس ویب پانې تر مخه ټرمپ او باېډن په فلوریډان، ایریزونا او نارت کېرولاېینا کې په برابر مقابله کې دي ولې ټرمپ بیا په میشیګن، پېنسلوینیا او وسکانسن کې د جوباېډن نه وروسته دی.

د نومبر دریمې نېټې وړاندې د رایو ورکولو یا ارلي‌ ووټنګ هم په لویه شمیره کې روانه ده. چې ښايي د صدارتي کاندیدانو په حق یا مخالفت کې خلک رایې ورکوي او دا هم غواړي چې د انتخاباتو په ورځ د کرونا وبا د لاسه زیاته ګڼه ګوڼه نه وي.

د خالي ورځې پورې د ۹۲ ملینو نه زیاتو امریکایانو د وړاندې نه رایې ورکړي. دغه شمیره د کال ۲۰۱۶م د انتخاباتو د نیمایې نه ښه زیاته ده. د امریکايي انتخاباتو د پروژې تر مخه په کال ۲۰۱۶م کې ۱۳۸.۸ میلینه امریکایانو رایې ورکړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG