د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ګل په ورځ ترکي ته سخت خومتضاد خبرداری ورکړی او ویلي يې دي چې امریکايي پوځیان به د کردانو پرضد د ترکي ممکنه حملې لپاره یو اړخ ته کیږي خو ورسره یې دا هم ویلي چې د ترکي اقتصاد به تباه کړي که چرې هغوي د زیات حد پورې لاړل.
ډانلډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي که چرې ترکي د دوي د فکر مطابق د انسانیت د داېرې نه بهر څه وکړل نو د یو سخت تباه شوي اقتصاد سره به مخ شي.
خو د صدر ټرمپ ریپبلیکن اتحادیانو د شام کردانو پریښودو په امکان سخته غصه څرګند کړې چا چې د داعش تندلارو پرضد جنګ کې د امریکا سره یوځاې په جنګ کې برخه اخستې. سینټ کې د صدر ټرمپ یو وفادار مرستیال لینډسي ګراهم دغه فیصله لنډ فکره او غیرذمه وار بللې.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې فیصلې دفاع کړې چې ترمخه به یې امریکايي ځواکونه د شمالي شام څخه وځي خو د امریکايي صدر د فیصلې مخالفین وايي د امریکايي اقدام په نتیجه کې به د سیرین ډېموکرېټ فورسز او د داعش وسله والې ډلې خلاف جنگ ته نقصان ورسېږي.
صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل وخت راغلی چې امریکا د "نه ختمېدونکو جنگونو" نه ځان راوباسي...مونږ به هله جنگ کوو چې زمونږ په گټه وي او مونږ به د گټې دپاره جنگېږو."
صدر ټرمپ وویل ترکي، د ترکي صدر رجب طیب اردګان، شام، ایران، عراق او روس ته پکار دي چې د صورتحال حل راوباسي او فیصله وکړي چې د دوی په گاونډ کې قید د داعش وسله والو سره څه کوي. "دوی ټول د داعش نه نفرت کوي، د تیرو څو کلونو راسې دښمنان دي. مونږ ٧٠٠٠ مېله لرې یو او داعش به وچقوو که چېرې زمونږ خوا ته راغلل."
امریکې اعلان کړی دی چې د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته به ترکي زر په شمالي شام کې عملیات پېل کړي.
وایټ هاوس وویل داعش ته د ماتې ورکولو وروسته به امریکايي ځواکونه په عملیاتو شرکت نه کوي او نه به هم په نژدې سیمه کې موجود وي. وایټ هاوس وویل دا خبرې د صدر ټرمپ او صدر اردوان ترمنځ د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ټېلې فون شوي.
صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل په مالي توگه د امریکې دپاره گرانه وه چې د کرد ځواکونو ملاتړ جاري وساتي. صدر ټرمپ وویل کردان د امریکې ترڅنگ وجنگیدل خو امریکې ورته په لویه کچه پېسې او سازاوسامان ورکولو.
د سیرین ډېموکرېټک فورسز د شمالي شام څخه د امریکې د فیصلې غندنه وکړه او ویې وېل امریکې د ترکي سره د کړې لوظنانې دلاندې خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي.
د اېس ډی اېف یو ترجمان ویلي شمالي شام ته د ترک ځواکونو ورتگ په نتیجه کې به په ټوله سیمه کې بې ثباتي رامنځته شي.
ترکي گڼي چې اېس ډي اېف د کردستان د کرستان ورکرز پارټي یا پي کی کی برخه ده چې د ترکي په جنوب مشرقي برخو کې د کردانو دپاره د زیاتو حقونو دپاره جنگیږی.
د داعش خلاف جنگېدو دپاره امریکې په شام کې ١٠٠٠ عسکر پرځای کړي وو چې د صدر ټرمپ د فیصلې وروسته به روایستل شي.