لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رمضان په اړه د صدر ټرمپ وروستۍ څرګندونو، ولې غبرګونونه راپارولي دي؟


صدر ډونالډ ټرمپ وایي په امریکا کې له عیسایانو سره ډېر بې انصافه سلوک کیږي، او په داسې حال کې چې د کروناوایرس د خورېدو له وېرې د عیسایانو ایسټر اختر باندې د ټولنیزو فاصلو پابندۍ لګېدلې وې، د ټرمپ په باور، اوس وکتلی شي چې امریکایي چارواکي په رمضان میاشت کې هماغه ډول پابندۍ په مسلمانانو باندې هم لګوي او که نه.

د ټرمپ دغه بیان، ځیني غبرګونونه هم راپارولي او د امریکایي مسلمانانو د شورا په شمول، یو شمېر کسانو هغه په اسلام په وړاندې په تفریقي وینا تورن کړی دی.

ټرمپ د خالي/شنبې په ورځ وویل: "زه داسی یو داسې کس یم چې په دین باور لرم، پروا یې نشته چې هر دین وي، خو داسې ښکاري چې زموږ سیاستوال د مختلفو دینونو له پیروانو سره په سلوک کې، ډېر تفریقي چلند کوي."

یاده دې وي چې همدا څو ورځې مخکې، د اپریل په ۱۲مه، د عیسایانو اختر (ایسټر) و، او عیسایانو ته وویل شول چې د کروناوایرس له وجې دې پخپلو کورونو کې پاته شي. همدا شان د اپریل په ۸مه د یهودانو پاسوور مذهبي ورځې پیل شوې، خو هغه هم د کرونا وایرس له وجې، امریکایي یهودانو په خپلو کورونو کې تیرې کړې.

د عیسایانو د ایسـټر په اختر، چې د دوی لویه مذهبي ورځ ده، اکثره چرچونه تش و
د عیسایانو د ایسـټر په اختر، چې د دوی لویه مذهبي ورځ ده، اکثره چرچونه تش و

اوس دا دی د مسلمانانو مذهبي میاشت، رمضان رارسیږي او ټرمپ هدف همدا دی چې وکتل شي مسلمانانو ته هم ویل کیږي چې په دې میاشت کې د کرونا وایرس د خورېدو له وجې، په کورونو کې پاته شي او که نه.

د ټرمپ د خبرې هدف دا دی چې ممکن مسلمانانو ته د امریکا ځایي سیاستمداران دا اجازت ورکړي چې د روژې په میاشت کې مسجدونو ته ولاړ شي او جماعت لمونځونه وکړي.

ټرمپ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل: "کیدای شي [د نورو دینونو د پیروانو په نسبت، مسلمانانو سره په چلند کې] یو فرق وي، وګورو چې څه به وشي. ځکه ما په دې ملک کې ډېر تفریقي چلند لیدلی دی."

د امریکا د مسلمانانو د تعلقاتو شورا (CAIR) د یو بیان په جاري کولو سره د ټرمپ په خبرو غبرګون ښودلی او دې شورا مشر، نهاد عوض ویلي: "د صدر ټرمپ دا متعصبه کوشش چې امریکایي مسلمانان د رمضان مبارکې میاشتې په درشل کې، د یو سیاسي فټبال په توګه وکاروي هم تفریقي او هم تحقیر کوونکی عمل و. په امریکا کې مسجدونو له وړاندې لا اعلان کړی چې تر نامعلوم وخته پورې به تړلي پاته وي."

بل اړخ ته، د سعودي عرب تر ټولو غټې مذهبي ادارې او د علماوو شورا "مجلس هیئة الکبار العلمأ" هم ټینګار کړی چې مسلمانان، که د نړۍ په هر هېواد کې وي، د کرونا وایرس له وجې دې د ټولنیزو فاصلو ساتنې په هدایاتو عمل وکړي او د رمضان په میاشت کې دې عبادتونه، پخپلو کورونو کې وکړي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د سعودي عرب د سرکاري خبري ادارې په نقل رپوټ ورکړی چې د سعودي عرب د دیني عالمانو سترې شورا زیاته کړې چې مسلمانان دې د اجتماع ګانو نه لیرې ګرځي، ځکه د ګڼو کسانو په یو ځای راټولېدو سره، د کرونا وایرس وبا په تېزۍ خورېدی شي.

په مکه او مدینه کې هم د کروناوایرس د خورېدو له وېرې، یو لړ پابندۍ لګېدلي دي
په مکه او مدینه کې هم د کروناوایرس د خورېدو له وېرې، یو لړ پابندۍ لګېدلي دي

د سعودي عرب تر ټولو ستر مفتي عالم، شیخ عبدالعزیز آل شیخ هم د سعودي عرب د دیني عالمانو کونسل ته ویلي چې که د کرونا وایرس خورېدل همداسې روان وي، نو لازمه ده چې مسلمانان په رمضان کې پخپلو کورنو کې عبادات وکړي، او د اختر لمونځ دې هم په لویو جماعتونو کې نه ادا کیږي.

په مدینه منوره کې د مسجد نبوي انتظامیې هم اعلان کړی چې د رمضان په میاشت کې د افطاري یا روژه ماتي دپاره په مسجد نبوي کې د خلکو د راټولېدو اجازت به نه وي او د روژه تیانو دپاره د خوراکونو تقسیم به هم ممنوع وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG