لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وایي د ده خلاف د عدالت فیصله به چېلنج کوي، بایډن وایي د عدالت د پرېکړې درناوی دې وشي


د امریکې مخکینی صدر ډانلډ ټرمپ وایي، د ده خلاف د عدالت د هغې فیصلې په ضد به اعلی عدالتونو ته خواست کوي، چې دی یې په 34 تورونو کې مجرم ګرځولی دی. صدر بایډن د عدالت د فیصلې مخالفت غیرذمه واره اقدام بللی.

د عدالت له فیصلې وروسته ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په نیویارک کې له مینهېټن ټرمپ ټاور بهر د خبریالانو او خپلو ملاتړو یوې کوچنۍ ډلې ته په خبرو کې وویل، "دا یوه د درغلۍ مقدمه وه".

ټرمپ پوره 33 منټې د عدالتي مقدمې، د امریکې د معاملاتو او صدر جو بایډن په اړه له شکایتونو ډکه نالیکل شوې وینا وکړه او له ثبوت وړاندې کولو پرته یې دعوه وکړه چې د ده په ضد مقدمه کې قاضي "کرپټ او ناانصافه" وو.

ټرمپ تور ولګاوه چې د نیویارک ایالت قانوني چارې د بایډن او فیډرل چارواکو په لاس کې دي، هغه زیاته کړه، "زه ډېر ویاړم چې په دې [مقدمه] کې شامل شوم ځکه چې موږ د خپل آیین لپاره مبارزه کوو."

صدر بایډن پرون په خپله وینا کې وویل، د ټرمپ خلاف متفقه پرېکړه له هغه وروسته مخې ته راغله چې قاضیانو پینځه اوونۍ ګواهان واورېدل او مخکیني صدر ټرمپ ته د ځان د دفاع لپاره هره موقع ورکړل شوه:

"دا بې پروايي ده، دا خطرناک عمل دی، دا د هرچا لپاره غیرذمه داري ده چې ووایي په دې مقدمه کې درغلي شوې او د عدالت فیصله نه خوښوي."

د نیویارک عدالت 12 قاضیانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ تر فیصلې اعلانولو مخکې پرله پسې دوې ورځې پر مقدمه شاوخوا 10 ګنټې بحث وکړ او ټرمپ یې د امریکې د لومړي صدر په توګه پر هغه په لګېدلو تورونو مجرم اعلان کړ.

ټرمپ د ریپبلکن ګوند په استازیتوب د بایډن خلاف د نومبر په ټاکنو کې د 2024م کال د صدارتي ټاکنو امیدوار دی، خو د عدالت له فیصلې وروسته دا اندېښنه هم پیدا شوې چې کېدای شي ټرمپ تر څلورو کلونو پورې د بند له سزا سره مخ شي.

ټرمپ وايي د بایډن اداره په نیویارک کې د ده په ضد د عدالت په اورول شویو مجرمانه سزاګانو کې لاس لري چې وایي مقصد یې د نومبر په صدارتي انتخاباتو کې ګټه ترلاسه کول دي.

خو صدر جوبايډن د جمعې په ورځ بایډن د وایټ هاوس خبریالانو ته وویل د امریکې عدالتي نظام ته بايد درناوی وشي.

یو عدالت ټرمپ د 2016م کال د صدارتي ټاکنو په نتیجو باندې د اثرانداز کېدو لپاره یوې بالغ فلمي ستورې ته د پیسو د پټولو په خاطر د کاروباري ریکارډ د جعلي کولو په تور مجرم وګرځوو.

د نیویارک د منهېټن ضعلې د عدالت څارنوال الوین برګ وايي چې د دې پرېکړې په اړه ډېر غږونه موجود دي، "مونږ تر ټولو مهم غږ لرو دا د ججانو فیصله ده. دوی خپله فیصله کړې. ډونلډ ټرمپ د جعلي سوداګریزو اسنادو په 34 حسابونو مجرم شوی".

د ټرمپ وکیل ټوډ بلانچ ویلي چې هغه به د دې پریکړې په اړه اپیل وکړي. د الابامه رایه ورکوونکي بل ایډمز وایي دې سره به ډیر فرق پریوځي، "زه د سزا شوي مجرم لپاره د رایې ورکولو په اړه تحفظات لرم خو زه په دې یقین نه کوم چې هغه سزا شوی مجرم دی. زما یقین دی چې دا به بدله شي".

ټاکل شوې ده چې ډانلډ ټرمپ ته به سزا د جولای په 11مه واورول شي، هغه به ریپلکن ګوند له خپلې خوا په رسمي ډول د صدارتي ټاکنو د پاره د امیدوار په توګه وړاندې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG