لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د خپل رسمي خارجه دورې نه بیرته واشنگټن ته راورسیدلو


جیرډ کوشنر او صدر ټرمپ
جیرډ کوشنر او صدر ټرمپ

د امریکې د صدر په حیث د خپلې وړمبۍ رسمي خارجه دورې نه پس ډانلډ ټرمپ واشنگټن ته رارسیدلی دی او د راتلو سره سم يي د وایټ هاوس د چارواکو په د مسایلو د خبرونو په سر په مطبوعاتو ټکونه پیل کړل.

د یورپ او منځني ختیځ د نهو ورځو دورې ورسته، د اتوار، یکشنبې، په ورځ ډانلډ ټرمپ په ټویټر خپلو پیغامونو کې وویل چې سفر يي د "امریکې دپاره عظیمه کامیابي وه. کار د زیار و خو نتیجې يي لوې دي."

او بیا صدر ټرمپ د امریکايي مطبوعاتو نه خپلو پخوانۍ گلو او شکایتونو ته واوړیدو.

"دا ځما رای ده چې د وایټ هاوس نه خفیه معلومات افشا کیږي دا د جعلي میډیا جوړو کړي دروغ دي،" صدر ټرمپ په ټویټر وویل او زیاته يي کړه چې کله هم یو خبر د نامعلومه سرچینو په حواله شائع شي او د چا نوم ورسره نه وي ښودل شوی نو "ممکنه ده چې دا به جعلي خبر لیکونکو په دروغه جوړ کړي وي. فیک نیوز (جعلي خبرونه) دښمن دی."

صدر ټرمپ او د هغه معاونین په داسې حال کې واشنگټن ته ستانه شوي دي چې ټرمپ او په وایټ هاوس کې د ځینې مامورینو خلاف روس سره د غیرقانوني رابطو په سر تحقیقات شروع شوي دي.

د کومو مامورینو په اړه چې تحقیقات شروع کړی شوي دي پکې د صدر ټرمپ زوم او د وایټ هاوس مشیر جیرډ کوشنر هم شامل دی. امریکايي مطبوعات وايي کوشنر روس سره د خفیه مواصلاتي رابطو قایمولو کوښښ کولو.

صدر ټرمپ روس سره د رابطو لرلو خبره ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG