لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ په نارت کېرولاینا ایالت کې انتخابات وګټل د جارجیا نتېجې لا پاتې دي


biden trump

یو شمیر امریکايي مطبوعاتو د جمعې په ورځ پخلی کړی د امریکا سویل ختیځ ایالت نارت کیرولاینا کې صدر ډانلډ ټرمپ صدارتي ټاکنې ګټلي. د دغه ایالت د الیکټورل ووټونو ګټلو سره په صدارتي‌ انتخاباتو کې د صدر ټرمپ د الیکټورل ووټونو شمیره ۲۳۲ ته ورسیدله او د ډیموکرېټ ګوند صدارتي‌کاندید او په غیر رسیمي توګه صدر ټاکل شوي جو باېډن د الیکټورل ووټونو شمیره ۲۹۰ ته رسیدلی.

په دریم نومبر شوي د امریکا صدارتي انتخاباتو کې جو باېډن د وړاندې نه د صدارت څوکۍ ګټلو لپاره پکار ۲۷۰ څوکې ګټلي او د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا د نوي صدر په هیڅ د څوګند پورته کولو لپاره یې لاره هواره شوی. صدر ډانلډ ټرمپ په دغه انتخاباتو کې د ماتې خوړلو نه انکار کوي او په دغه انتخاباتو کې یې بې د کومو ثبوتونو په لویه کچه د درغلیو تورونه لګولي.

اېډېسن ریسرچ او د امریکا ګڼو نورو مطبوعاتو تر څنګ لویو مطبوعاتي ادارو د جمعې په ورځ ناوخته به نارت کیرولاینا کې د صدر ټرمپ د ګټې پېشبیني کړې. نارت کیرولاینا ۱۵ الیکټورل ووټونه لري. دغه ایالت یو په هغه اخیریو ایالتونو کې دی چې په دریم نومبر شوي صدارتي انتخاباتو نتېجې یې اعلان کړي.

د دغه ایالت د قانون تر مخه د انتخاباتو په ورځ که چرې چا په ډاک ووټ لیګلی وي او د نومبر د ۱۲ پورې بیا انتخابي دفترونو ته ورسیږي،‌ نو هغه به په انتخاباتو کې شمارل کیږي. په نارت کیرولاینا کې ۹۸ فیصده ووټونه شمارل شوي چې تر مخه یې ټرمپ ۷۳۰۰۰ زیات ووټونه اخستي دي.

د نارت کیرولاینا د نتېجو یوه ورځ وړاندې مهموامریکايي مطبوعاتو د ایریزونا ایالت په اړه پیشبیني کړې وه چې هلته صدارتي انتخابات جو باېډن ګټلي. په دغه ایالت کې ۹۹ فیصده ووټونه شمارل شوي او باېډن پکې د ټرمپ نه ۱۱۰۰۰ زیات ووټونه ترلاسه کړي.

د ګڼو نورو امریکايي مطبوعاتو تر څنګ نیویارک ټاېمز، سي اېن اېن، اېن بي سي نیوز او واشنګټن پوسټ د زیارت په ورځ په ایریزونا کې د باېډن د ګټې اټکل کړی.‌

په تاریخي توګه ایریزونا ایالت د ریپپلکن ګوند مظبوط مرکز ګڼل کیږي. د امریکا فاکس نیوز او اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې تیره اونۍ په ایریزونا کې د باېډن د ګټې اعلان کړی وو. ایډېن څیړنیز مرکز هم په ایریزونا ایالت کې د جو باېډن د ګټې اټکل کړی وو او باېډن ته یې په ایالتونو کې د ګټې په اساس ۲۹۰ الیکټورل ووټونه ورکړي دي.

دا مهال د امریکا جارجیا ایالت یواځین ایالت دی چرته چې د انتخاباتو نتېجې نه دي اعلان شوي او نه یې امریکايي‌ مطبوعاتو د ګټونکي په اړه څه اټکل کړی دی. په دغه ایالت کې د اچول شوو ووټونو په لاسونو بیا شمیرنه روانه ده ځکه دغلته اچول شوي ووټونو کې جو باېډن په ۱۴۱۰۰ وټونو د ټرمپ نه مخکې دی.

د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید او د امریکا موجوده صدر ډانلډ ټرمپ څو څو وارې بې د کومو ثبوتونو دعوه کړې چې په دې صدارتي ټاکنو کې په لویه کچه درغلیو د لاسه د ماتې سره مخ شوی. د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د امریکا د انټرنېټ د امنیت اېجنسۍ ویلي، د نومبر په ۳مه نېټه شوي انتخابات د امریکا د تاریخ تر ټولو زیات خوندي انتخابات وو.

یاده اداره چې پخپله صدر ټرمپ جوړه کړې او د یادې ادارې لخوا دغه بیان د صدر ټرمپ د کمپاېن ډلې لخوا په انتخاباتو لګول شوي تورونو نیغ په نیغه ردونه ده. په امریکا کې د بېلا بېلو ایالتونو د چارواکو لخوا هم تر اوسه په انتخاباتو کې د کومو ګډوډیو په اړه څه نه دي رپورټ شوي او د صدر ټرمپ د قانوني ډلې لخوا په عدالتونو کې جمع کړل شوي خواستونه هم د ناکامۍ سره مخ شوي.

که څه هم د امریکا په غیرسرکاري نتېجو کې جو باېډن د انتخاباو ګټونکی دی، یو شمیر انتخابي نتېجې د قانوني چېلنجونو او بیا شمیرلو سره مخ دي. د امریکايي قانون تر مخه ایالتونه به د دسمبر د ۸مې نېټې پورې ټولې رایې تصدیق کوي او د الېکټورل کالج ګټونکی به اعلانوي. د دغې ګام سره به په رسمي توګه د دسمبر په ۱۴مه نېټه نوې صدر انتخاب شي.

XS
SM
MD
LG