لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د ښار اندیښنو سربیره په واشنګټن کې د اتش بازۍ لوی نندارتون پلانوي


د امریکا صدر ټرمپ انتظامیه د خالي - شنبې په ورځ د امریکا په پایه تخت په واشنګټن ډي سي کې د هېواد د خپلواکۍ په ورځ د اتش بازۍ یو لوی نندارتون پلانوي سره له دې چې د ښار چارواکي د کرونا وایرس په اړه اندیښنې لري
د امریکا صدر ټرمپ انتظامیه د خالي - شنبې په ورځ د امریکا په پایه تخت په واشنګټن ډي سي کې د هېواد د خپلواکۍ په ورځ د اتش بازۍ یو لوی نندارتون پلانوي سره له دې چې د ښار چارواکي د کرونا وایرس په اړه اندیښنې لري

امریکایان نن د خپلواکۍ 244 کلیزه پداسې حال کې لمانځي چې د کرونا وایرس دلاسه په نړۍ کې د ټولو زیات مړینې او پېښې په دغه هېواد کې شوې دي..په امریکا کې تراوسه خواوشا 2.8 میلینه خلک په کرونا وایرس اخته شوي دي او یو لک دیرش زره ترې نه مړه شوي دي.

د امریکا صدر ټرمپ انتظامیه د خالي - شنبې په ورځ د امریکا په پایه تخت په واشنګټن ډي سي کې د هېواد د خپلواکۍ په ورځ د اتش بازۍ یو لوی نندارتون پلانوي سره له دې چې د ښار چارواکي د کرونا وایرس په اړه اندیښنې لري.

د امریکا د کورنیو چارو وزیر ( سېکریٹری) ‌ډیوډ برن هار‌ډ د جولایی څلورم دپاره د اتش بازۍ یو پروګرام وړاندې کړی چې پکې به 10،000 سور سوری خلاصولې شي، نوموړی ویلي چې دا به ورستیو کې د اتش بازۍ د ټولو لوی نندارتون وي.

برن هار‌ډ په یوه بیان کې ویلي چې د دفاع وزارت د الوتکو الوتنې بهیو ډول ځانګړی هوایی نندارتون وي او زیاته کړی چې د صدر ټرمپ د 2020 کال امریکا ته سلام به په وردی ( یونیفورم) اغستونکي د زموږ نارینه او ښځینه وګړیو ته درناوی وړاندی کول دی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي دوی سره به 300،000 د مخ ماسکونه وي چې د اتش بازۍ نندارچیانو ته ورکړل شي چې نیشنل مال ته ورځي ، که څه هم داسې هیڅ ملومات نشته چې خلکو ته به ماسکونه اغوستل لازمي وي.

برن هارډ وویل چې لیدونکي به وهڅول شي چې ماسک واغوندي او له یو بل څخه شپږ فټه فاصله وساتي.

د واشنګټن ښاروالې (مئیر) مېوریل باوزر په دغه پلانونو نیوکې کړی ، او ویلي چې دغه د صحي لارښوونو پر خلاف عمل دی.

مېوریل باوزر وویل چې دغه دستوره به په مکمل ډول په مرکزی حکومت ملکیت کې ترسره کیږي ، او هغه ددغه د جشنونو بندولو واک نلري.

صدر ډانالډ ټرمپ او دهغه میرمن میلانیا ټرمپ پلان لري چې د خالي په ورځ په سپینې ماڼۍ کې دستورې جوړی کړي.

د امریکا نور ډیرو ښارونو سږکال د کرونا وبا د اندیښنو له کبله چې خلک به په لویو شمېرو کې راټول شي د اتش بازۍ نندارې ځنډولې او یا یې په ورکوټی کچه کولو پریکړه کړې ده.

په نیویارک ښار کې میسي د څلورم جولائی د اتش بازۍ د شپې دوديز جشنونه ختم کړي او پرځای یې د هرې سیمې کېورکوتې دستورې کوي.


هغه امریکایان چې د خپلواکۍ د لمانځلو شخصي جشنونه پلان لري دوی د څو مشهور سمندر غاړو په شمول ځینې یې په سویلي فلوریډا ، سویلي کالیفورنیا او په ټیکساس خلیج ساحل کې د ورتګ نه منع کړل شوي.

په شمال ختیځ امریکا کېچیرې چې د کروناوایرس کیسونه په کمېدو دي د سمندر غاړې خلاصې دي. خو حکومتي چارواکي له خلکو څخه غواړي چې د ګڼې ګوڼې څخه دې ډډه وکړي.

د اسوسیټیډ پریس ترمخه د اتش بازۍ سامان سوداګانې زیاتې شوې او د دی نه ملومیږي چې ډیر امریکایان پلان لري چې رخصتی په خپل کور کې ولمانځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG