لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني طالبانو یو مرستیال قومندان په افغانستان کې وژل شوی


ناټو وايي، د ریحان په نامه د پاکستاني طالبانو یو مرستیال قومندان د افغانستان د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د امریکا د یو هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی.

د ناټو لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې ریحان د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه وژل شوی او نوموړي له القاعده شبکې سره هم اړیکې درلودې.

په بیان کې وړاندې راغلي، چې ریحان د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) دوهم قومندان دی چې په روان کال کې په پکتیا کې وژل کیږي.

تر ریحان مخکې سجنا محسود د جنورۍ په ۲۷ نېټه په همدې ولسوالۍ کې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی و.

د ناټو بیان زیاتوي، د ریحان او سجنا له وژل کېدو سره به په پکتیا کې ترهګرو ډلو ته د القاعده لخوا د پیسو د رسېدو مخه ونیول شي.

ناټو ددغه هوايي برید پرمهال اخیستل شوي انځورونه هم خپاره کړیدي چې پکې په برید کې یو په نښه شوی موټر ښکاري.

د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه د امریکا لخوا د ترهګرو پرضد د ډرون بریدونه وروسته له هاغې زیات شول چې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوې سټراتیژي اعلان شوه.

افغانستان او پاکستان تل په یو بل ترهګرو ته د پناه ورکولو تور لګوي. افغانستان او امریکا تور لګوي پاکستان هغه ترهګرو ته په خپله خاوره پناه ورکړې چې په افغانستان کې د افغان او امریکاي عسکرو پرضد جنګیږي.

پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او وايي د پاکستاني طالبانو اکثره تښتیدلي مشران په افغانستان کې دي او د افغان حکومت نه يې د دغو پرضد د ګامونو غوښتنه هم کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG