لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اردوان د کابل ائیرپورټ د تحفظ دپاره امریکا ته درې شرطونه وړاندې کړل


د ترکي صدر رجب طیب اردوان د نهې/سې شنبې په ورځ په امریکا غږ وکړ چې ترکي ته دې د مالي، لاجسټیکي، او سفارتکاري اړخه امداد برابر کړي څو ترکي دا قبوله کړي چې له افغانستانه د پاته خارجي عسکرو د وتو وروسته، د کابل ائیرپورټ تحفظ او انتظام په غاړه واخلي.

له افغانستانه د امریکا او نېټو ځواکونو په وتو سره، ترکي وړاندیز کړی چې خپل عسکر د کابل نړېوال هوایي ډګر کې ځای پر ځای کړي او د هغه ائیرپورټ چارې سمبال کړي. په وروستیو څو هفتو کې انقره او واشنګټن په همدې موضوع خپل منځ کې په خبرو لګیا دي. طالبان چې د خارجي عسکرو په وتو سره یې په افغانستان کې یو شمېر سیمې قبضه کړي، ترکي ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې دې خپل عسکر نه پاته کوي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د نهې/سې شنبې په ورځ په شمالي قبرس کې د خبرو پر مهال دا ومنله چې طالبان ځیني فکرمندۍ لري، خو دا یې وویل چې که امریکا د ترکي درې شرطونه قبول کړي، نو ترکي کولای شي د کابل ائیرپورټ د تحفظ چارې سمبال کړي.

رجب طیب اردوان زیاته کړه: «اول به امریکا د ډيپلماسي او سفارتکاري تعلقاتو په حواله زمونږ سره دریږي. دویم، د لاجسټیکي اړخه، هغوی به هر ډول امکانات مونږ ته برابروي. هغوی به هر هغه لاجسټيکي قابلیتونه چې لري، هغوی به ترکي ته سپاري. او آخر دا چې، په دې پروسه کې به سنجیده مالي او انتظامي مشکلات وي. په دې برخه کې به هم هغوی ترکي سره ضروري امداد کوي. که دا ټول شرطونه په ځای شي، مونږ به د کابل ائیرپورټ د چارو په سمبالولو فکر وکړو.»

ترکي دا امید لري چې د کابل ائیرپورټ د تحفظ ماموریت سره به، د ترکي او امریکا تعلقات بېرته بهتره شي. د دې دوو ملکونو ترمنځ تعلقات په دې باندې کمزوري شوي چې ترکي له روس نه د میزاییل دفاعي سیسټم واخیسته او د امریکا دا خوښه نه وه.

بل اړخ ته د ترکي صدر دا امکان هم بیان کړ چې ترکي کولای شي د طالبانو سره هم په دې اړه خبرو ته کيني. د اردون په وینا، طالبان چې د امریکا سره خبرو ته حاضر شول، نو ترکي سره خو به یې خبرې لا آسانه وي. ترکي صدر زیاته کړه: «په ورته وخت کې، طالبان ځیني تشویشونه لري. مونږ به په دې موقع له طالبانو سره خبرو ته کینو، هماغسې چې هغوی (طالبانو) له امریکا سره خبرې وکړې. هغوی ته په کار ده چې د ترکي سره دا خبرې په زیاتره راحتۍ (آرامۍ) ترسره کړي.»

تر دې وړاندې، اردوان د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي و چې طالبانو ته په کار ده چې «د خپلو وروڼو د خاورې اشغال کول» بند کړي. طالبانو ترکي ته خبرداری ورکړی و چې که خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي، بیا به د دوی په وړاندې هم "جهاد" وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG