لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اردوان: طالبان دې د خپلو وروڼو د خاورې اشغالول بند کړي


د ترکي صدر رجب طیب اردوان په طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دې «د خپلو وروڼو د خاورې اشغالول» بند کړي. اردوان نن د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تګلاره د یو مسلمان سره د بل مسلمان ورور رویه نه څرګندوي.

د دې رپوټ تر لیکنې پورې، طالبانو د ترکي صدر دې خبرو ته کوم غبرګون ندی ښودلی.

یاده دې وي چې طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی او په تېرو دوو میاشتو کې یې په لسګونو ولسوالیو قبضه لګولې ده.

شمالي قبرس ته د دورې پر مهال، د ترکي صدر رجب طیب اردوان وویل: «(طالبانو ته) لازمه ده چې د خپلو وروڼو د خاورې اشغالول ختم کړي او سمدستي نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې امن راتلونکی دی.»

اردوان د طالبانو دا خبرداری چي که ترکي ځواکونه په افغانستان کې پاته شي نو طالبان به یې په وړاندې "جهاد" وکړي، ډېر اهم ونه ګڼه.

ترکي وړاندیز کړی چې د امریکایي او نېټو قواوو د وتلو نه پس به د کابل نړېوال هوایي ډګر یا ائیرپورټ دوی وسات، او په دې اړه له امریکا سره د مالي، سیاسي او لاجسټیکي مرستو په اړه خبرې کوي.

تېره هفته طالبانو ترکي ته خبرداری ورکړ چې د کابل ائيرپورټ د تحفظ په خاطر دې خپل عسکر په افغانستان کې نه پاته کوي کنه نو پایلې به یې ښې نه وي.

کله چې د ترکي له صدر رجب طیب اردوان نه د طالبانو د دې بیان په اړه وپوښتل شول، نو هغه وویل: «د طالبانو په بیان کې داسې کومه جمله نشته چې "مونږ ترکي نه غواړو".»

د دې خبرو ترڅنګ، صدر اردوان وویل چې هیله مند دی سږ کال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د امریکې له صدر جو بایډن سره په نړېواله کچه د کوسوفو د رسمي پېژندل کېدو په مسئلې بحث وکړي او په دې چې زیاتره ملکونه کوسوفو تسلیم کړي، په دې اړه به د مشترک کار وړاندیز هم وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG