لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رجب طیب اردوان د ترکي صدارتي ټاکنې ګټلي


د ترکي مطبوعاتو تر مخه صدر رجب طیب اردوان او د هغه سیاسي ګوند د اتوار په ورځ په ترکي کې شوي صدراتي او پارلیماني انتخاباتو کې ګټه تر لاسه کړې.

وړاندې د دې نه د ترکي صدر رجب طیب اردوان په صدارتي انتخاباتو کې د ګټې دعوه کړې وه او ویلي يې وو حکومتي ګوند ای کی پارټۍ او اېتلافي ګوندونو یې په پارلیماني ټاکنو کې بریا ترلاسه کړې.

خو د ترکي حکومت لوې مخالفه سیاسي ګوند بیا ویلي دا وخت د ګټې او بیلات څه وېل د وخته وړاندې خبره ده او زیاته کړې یې ده ښاغلی اردوان د ګټې لپاره پکار ۵۰ سلنه رایو ترلاسه کولو کې پاتې راتلی شي.

د ترکي صدر په استنبول کې راغونډو خلکو ته په لنډه وینا کې ویلي ٫٫ د ترکي اولس مونږ له صدارتي او نورې مهمې څوکۍ راکولو فیصله کړې ده. تمه لرم د دغه انتخاباتو په تنیجو به څوک هم د خپلو ناکامیو پټولو لپاره اثر وه نه غورځوي.٬٬

محرم انجه
محرم انجه

که رجب طیب اردوان د اتوار د ورځې انتخابونه ګټي نو په کال ۲۰۱۷م کې شوي لانجمن ریفرنډم کې ترلاسه کړی شوي انتظامي اختیارات به صدر اردوان نور هم طاقتور کړي. ناقدین ګڼي د صدر اردوان قوي کیدل د ناټو غړي هیواد (ترکي) کې جمهوریت کمزوری او د یو تن واک اختیار نور هم سېوا کړي.

د ترکي میډیا تر مخه د اتوار په ورځ شوي انتخاباتو کې ۹۶ فیصدي وټونه شمارل شوي او په دغو کې صدر اردوان ۵۳ فیصده رايې ترلاسه کړي او د خپل لوې مخالفه سیاسي مشر محرم انجه نه يې ۳۰ سلنه زیاتې رايې اخېستي.

د ترکي ریپبلیکن پیپلزپارټۍ صدارتي امیدوار محرم انجه د خالي په ورځ په استنبول کې یو لویه جلسه کړې او ددې منتظمین وايي په جلسه کې د ۵ ملینه پورې خلکو برخه اخستې. نوموړي په ټول صدارتي کمپاین کې د ملک یووالي او د انصاف چغه وهلې. ښاغلي انجه د خپلو مرستیالانو یو غونډې ته ویلي دوي د ملک لپاره د یو بدل مستقبل وعده کوي.

ترکې کې د انتخاباتو په موقع د ټګۍ او د رايې ورکونکو د زورلو یرې هم زیاتې شوي.

صدارتي امیدوار محرم انجه په خپلو مرستیالانو باندې غږ کړی چې د انتخاباتو بې پلوه عمل یقیني کولو لپاره د ووټونو اچولو او بیا ددې د شمیرې پورې ځان فعاله اوساتي.

د تېر کال ریفرینډم هم د ټګۍ د تورونو سره پداسې حال مخ شوی وو چې د ترکي د انتخاباتو قامي ادارې په آخرې وخت کې په یو قانون کې بدلون راوستو چې ترمخه يې د مهربغیر ووټونو د شمیرې اجازت ورکړی شو.

محرم انجه ژمنه کړې که چرې د اتوار د ورځې په صدارتي انتخاباتو باندې فکرمندۍ راپورته شوې نو هغه به د بې پلوه انتخاباتو یقیني کولو لپاره د ۵۵ زره وکیلانو سره د ترکي د انتخاباتو ادارې ته ورځي.

خو صدر رجب طیب اردوان ویلي د ښاغلي انجه دغه وینا د نوموړي خپل شکست منل دي او زیاته کړې محرم انجه د یو قانون لاندې ژوند تیروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG