لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اردان ترکي کې د صحافت ازادي چقول غواړي؟


جان دوندار
جان دوندار

په ترکي کې د صحافت د ازادۍ په اړه تشویش مخ په زیاتیدو دی او دا وخت د هیواد دننه او په نړي واله کچه توجه د دوو صحافیانو، جان دوندار او ایردم گل، مقدمو ځان ته راگرځولې ده چې حکومت پرې د جاسوسۍ او د ترهگرو سره د تعلق الزامات لگولي دي او که چرې جرم پرې ثابتیږي نو د عمر قید او ٣٠ کاله د اضافي بند سزاگانې ورته ورکړی کیدی شي.

دواړ صحافیانو په جمهوریت ورځپاڼه کې په خپل یو رپورټ کې د صدر رجپ اروان په حکومت شام کې وسله والو ته د وسله لیږلو الزام لگولی دی.

د جمهوریت ورځپاڼې دپاره د خپل لیکلی شوي ورستي کالم په اړه د ورځپاڼې ایډیټر ان چیف یا مشر مدیر جان دوندار وايي هغه ته دا احساس شته چې گني د یو ازاد انسان په توگه به دا د هغه اخیری کالم وي.

جان دوندار وايي هغه د اوږدې مودې پورې په زندان کې وخت تیرولو دپاره ځان تیار کړی دی او زیاتوي چې که څه هم دا یوه سیاسي مسله ده خو په هیواد کې د جمهوریت د ترقۍ دپاره هغه هرقسم ادا کولو ته تیار دی.

ښاغلی دوندار وايي خبره نه کول او خاموشه پاتې کیدل به یوه داسې ټولنه وي چې اردوان يي د قائمولو د دپاره کوښښ او خواهش کوي خو دۍ به مزاحمت کوي

په کومه خبره چې مسله راپورته شوي ده هغه یو وډیو دی چې د پولیس د چاپې په وخت د ترکي امنيتي ځواکونو جوړ کړی دی.

په دغه وډیو کې ترکي د استخباراتي مامورینو په بدرگه کې شام ته د تلونکو ټرکونو عکسونه لیدلی کیږي. پولیس په دغه ټرکونو کې وسله وموندله. جان دوندار او د هغه همکار خبریال اردم گل دا خبر رپورټ کړی دی چې په ټرکونو کې دغه وسله په شام کې وسله والو ته وړلی کیده.

ددغه خبر او د جمهوریت په ویپ پاڼه د ټرکونو ویډیو د صدر رجپ اردویا قهر راپارولی دی او هغه خبرداری کړی چې دوندار او اردم گل به د خپل کار دروند قیمت ادا کوي.

صدر اردویان ویلي په ټرکونو کې شام کې میشته ترک خلکو دپاره په قانوني توگه جائز امدادي سامان وړلی کیدو او ورځپاڼې ددې خبر په شائع کولو د جاسوسۍ جرم ترسره کړی دی.

د صدر د اعلان سمدستي ورسته، سرکاري وکیلانو د دواړو صحافیانو خلاف د جاسوسۍ او د ترهگر تنظیم سره د تعلق لرلو کیسونه پرانستل. دوندار په هغه لگول شوي الزامات ردوي.

جان دوندار وايي یو گاونډي هیواد ته په خفیه توگه وسله لیږل او هلته په خانه جنگۍ کې ښکیل کیدل ترکي د حکومت، صدر او استخباراتي ادارو دپاره یو نړي وال جرم دی نو ځکه يي دا خبر د یو صحافي د ذمه وارۍ په توگه شائع کړی دی.

هم دا میاشت د ترکي عدالت ترهگرۍ د ملاتړ په الزام زمان ورځپاڼه ونیوله. زمان د ترکي تر ټولو زیات خرڅیدونکی اخبار دی او د صدر اردوان سخت مخالفت کوي. خو اوس د جمهوریت ورځپاڼې د ائنده په اړه هم تشویش راپورته شوی دی. دا د ترکي په لویو اخبارونو کې شامل دی او د صدر اروان په حکومت تنقید د لاسه نه ورکوي.

دوندار وايي د غربي نړۍ د ترکي ملگرو هیوادونو هم د صدر اردوا په روش خاموشي اختیار کړې ده، په نتیجه کې يي نه یوازې اردوان په خلاص مټ اختلاف د چقولو دپاره اقدامات کوي بلکه د ترکي ازاد خیاله او جمهوریت پلوه طبقه يي مایوسۍ سره مخامخ کړې ده.

په ترکي کې میشته د یورپي هیوادونو گڼ شمیر سفارتکاران په عدالت کې د جان دوندار او اردم گل د مقدمې د اورونې په وخت موجود وو خو صدر اردوان په عدالت کې د سفارتکارانو د موجودگۍ غندنه کړې ده.

په داسې حال کې چې یورپي هیوادونو یورپ ته د مهاجرینو د راتگ په مسله ترکي سره په تازه ورځو کې یوه اهمه معاهده کړې ده، کتل به اوس دا وي چې صحافت د ازادۍ په سر یورپ ترکي سره خپله ملگرتیا تر کوم حده پورې په داو لگلوي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG