لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي صدر مخالفین په سوشل میډیا د خطراتو سره مخامخ دي


د ترکي په هغه ریفرینډم یا رایې څرگندولو کې تقریباً دوه هفتې پاتې دي چې پکې به د ووټ اچونکو نه دا پوښتنه کیږي چې آیا د صدر طیب اردوان د حکومت معیاد دې زیات کړی شي او که نا؟

په دې پړاؤ دا اټکل گران دي چې صدر اردوان به ریفرینډم وگټي او که نا؟

خو دا وخت یوه خبره په نظر راځي او هغه دا چې په متوقع توگه د "نا" ووټ اچونکي د مرکزي بهیر یا مین سټریم میډیا یا مطبوعاتو ته څه ډیره زیاته رسايي نه لري نو ځکه يي پام سوشل میډیا ته اړولي دی.

خو د انساني حقوقونو دپاره کارکونکي وايي حکومت په سماجي ویب پاڼو یا سوشل میډیا باندې فعاله د صدر اردوان مخالفین په هدف کوي.

په هدف کړی شي وو کسانو کې د قانون د مطالعې طالب علم علي گل هم شامل دی.

علي گل په یو وډیو کې په ریفرینډم کې د "نا" حمایت کړی وو او په مزاحیه انداز کې د یو کس په لاسو کې د اختیاراتو د ورجمع کیدو خطرات واضح کړي وو. هغه دا هم ویلي وو که چرې دا وډیو په خلکو کې مقبولیت ترلاسه کوي نو حکومت به دی گرفتار کړي.

د علي گل وډیو خلکو ډیرو خوښ کړو. څو ورځې ورسته يي په بل وډیو کې هغه څه داسې وویل: "ما ته معلومه ده ددې وډیو جوړولو ورسته به زه نیول کیږم. زه به د سرکاري وکیل په وړاندې بیان ورکوم او بیا به ونیولی شم. خو دا اهمیت نه لري. زه نه وریږم."

علي گل په خپل پیغام کې زیاتوي "ددې قام بچي او ځوانان د ویرې، قید او د مرگ پرځای د ازادۍ او د خوشحالۍ حق لري."

د خپلې گرفتارۍ په اړه د علي گل ویره زیښتیا شوه. هغه گرفتار او قید شو خو د وډیو په سر نه بلکې د یو ټویټ په سر چې هغه دوه کاله وړاندې کړی و او دا مطلب ترې اخیستل شوی چې گنې هغه پکې د صدر اردوان بې عزتي کړې ده. په دغه جرم درې کاله د قید سزا ده.

علي گل دغه ټویټ د لیکلو نه انکار کوي. په هغه مقدمه لا نه ده شروع شوي.

د علي گل په رنگ د ریفرینډم یوه بلخه مخالفه وکیلا سیره کادیگل هم په سماجي ویب پاڼو باندې د هغې د وډیو د مقبولیت ورسته ونیول شوه.

د انساني حقونو کارکونکي وايي په سوشل میډیا د صدر اردوان د مخالفینو د ویرولو یو منظم مهم روان دی.

څیړونکي وايي په ترکي کې ازاده میډیا چقول شوي ده او د جولايي په میاشت کې حکومت خلاف د ناکامې بغاوت ورسته ١٥٠ خبریالان په زندان کې اچول شوي دي او ١٧٠ مطبوعاتي ادارې چې زیاتره پکې د حکومت مخالفې وې، تړل شوي دي.

د سیاسي چارو څیړونکی چنگیز اکتر وايي د ریفرینډم مخالفینو دپاره سوشل میډیا یوازینۍ لاره ده چې خپل مخالفت پرې څرگندولی شي.

خو حکومت په سوشل میډیا د خپلو مخالفینو خلاف اقدامات سخت کړي دي. د تیر کال په اخیریو شپږو میاشتو کې يي اته ټویټ پیغامونه لرې کړې دي او په دغه اته ؤ پیغامونو کې اووه د ترکي حکومت په خواست لرې کړی شوي.

که څه هم سوشل میډیا د صدر اردوان مخالف فعالینو دپاره ډیر زیات اهمیت لري خو دا لار د خطراتو نه ډکه ده. په تیرو شپږو میاشتو کې په سوشل میډیا د صدر د مبینه بې عزتۍ په سر ٢٥٠٠ مقدمې چلول شوي دي.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای خبریال ډورین جونز د اسنتبول څخه رالیږلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG