لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زلزلې دلاسه په ترکي او یونان کې د مړو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی


د قدرتي افتونو په وخت د ترکي د امداد ادارې ترمخه په ازمیر کې ۱۷ کسان مړه شوي دي او ۷۰۹ زخمیان دي
د قدرتي افتونو په وخت د ترکي د امداد ادارې ترمخه په ازمیر کې ۱۷ کسان مړه شوي دي او ۷۰۹ زخمیان دي

د ترکي او یونان ترمنځ په اېجین سمندر د سختي زلزې له امله د ترکي په ازمیر ښار کې ۱۷ کسان او او د یونان په ساموس جزیره کې دوه کسان مړه شوي دي.

د ترکي په استنبول ښار کې د زلزلو د څېړنې ادارې ترمخه په ازمیر کې د یو شمېر عمارتونو د غورځېدو او د سېلاب له امله ۷۰۰ کسان زخمیان شوي هم دي.

د قدرتي افتونو په وخت د ترکي د امداد ادارې ترمخه په ازمیر کې ۱۷ کسان مړه شوي دي او ۷۰۹ زخمیان دي.

د یونان په ساموس جزیره کې دوه کسان یو دېوال د غورځېدو له امله مړه شول. په جزیره کې لږ تر لږه ۱۹ نور کسان زخمیان شوي‌ دي.

د زلزلې مرکز د ترکي د ساحل نه ۳۲ کلومیټره لرې او د سامو جزیرو نه ۱۳ کلومیټره لرې دی. د امریکا د جیالوجېکل سروی تر مخه د زلزلې زور ۷.۰ مېګنیچیوډ وو. د زلزلې وروسته هم په دغه سیمه کې وړې جټکې راغلي.‌

د یونان سرکاری ټي وي تر مخه د زلزلې وروسته د وړې پیمانې سمندري توپان (سونامي) هم راغلې چې ودانیو ته یې زیانونه اړولي. په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیو ګانو کې لوۍ کشتۍ د ښار په کوڅو کې ښودل شوي. د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په برتانیه او بلغاریه کې هم دغه زلزله احساس شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG