لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترکي له خوا بهر ملکونو نه د ملزمینو اغوا کېدل – د بشري حقونو د ډلو تشویش


د فتح الله ګولېن وراره صلاح الدین ګولېن چې ترکي استخباراتو له کینیا اغوا کړی دی

د بشري حقونو د ډلو اندېښنې ورځ په ورځ په دې زیاتېږي چې ترکي په بهر کې هغه کسان چې په ترهګریزو خلاف کاریو تورن وي، اغوا کوي.
د ترکي یو خبري ټیلویژن د صلاح الدین ګولېن داسې تصاویر ښودلي چې په کې د هغه لاسونو کې هتکړۍ لګول شوي او د ترکيې د یو بېرغ مخې ته درېدلی دی. ګولېن په مئې میاشت کې د ترکي استخباراتو له خوا په پټه له کېنیا وتښتول شو. په هغه باندې دا تور لګېدلی چې د اېف اي ټي او ډلې غړیتوب لري. دا هغه ډله ده کوم چې د ترکي چارواکو د دعوې په بنیاد، د ۲۰۱۶ کال ناکامې کودېتا کې شامله وه.

صلاح الدین ګولېن د فتح الله ګولېن وراره دی او د ترکي چارواکو، فتح الله ګولېن باندې دا الزام لګولی چې ګني د هغې ناکامې کودېتا مشر و. فتح الله ګولېن په هغه کودېتا کې لاس درلودل رد کړي دي.

د جون میاشت په اوایلو کې، هیومن رایټس واچ (د بشري حقونو د څار ډله) چې مرکز یې امریکا کې دی، په کلکه ترکي باندې انتقاد وکړ چې ولې په زیاتېدونکي توګه خپل ملزمین له بهر ملکونو څخه اغوا کوي او یا یې له بهرنیو ملکونو غواړي.

د بشري حقونو د څار ډلې یوې چارواکې، اېما سېنکلېئر وېب، وي او اې ته وویل چې د ترکي په دې کار سره، د عدالتی کاروایو بنیادي اصول تر پښو لاندې کیږي. هغې زیاتې کړه: «دا له خارجِي ملکونو نه د مجرم حوالګي نده، دا تر ډېره حده د مجرمینو په پټه راوستل دي چې په کې تاسو یو ځانګړی شخص ګرفتاره کوئ او د عدالتونو او قانوني کاروایو بغیر یې په زوره بېرته ترکي ته انتقالوئ. او د اندېښنې خبره دلته دا ده چې تاسو په ناقانونه توګه د دې کسانو د پناه اخیستو دعوې او یا د هغو ملکونو شهریت چې دوی پکې کلونه تېر کړي وي، هغه ټول له نظره غورځوئ.»

سږ کال د فریډم هاوس په نوم د جمهوریت د اېډوکسۍ ګروپ په یو رپوټ کې دعوه شوې وه چې ترکي لږ ترلږه د یو دېرشو (۳۱) هېوادونو نه خلک په زوره بېرته ترکي ته بیولي دي چې اکثره یې د هغه ډلې سره په تعلق ساتلو تورن دي کوم چې د ترکي حکومت هغه د کودېتا په کوشش کې شامل ګني.

د یو بل رپوټ تر مخه، په قرغېزستان کې د یو ترکي استاذ رشته داران وایي چې د ترکي حکومت هغه استاذ اغوا کړی دی، مګر انقره دا الزام نه مني.

د دووار نیوز ادارې یو کالم لیکونکی سیزن اونی وایي، د ترکي حکومت د دې عملیاتو پیمانه، څرګندوي چې د ترکي دعوېداري او په نړۍ کې یې لاس رسی څومره ورځ تر بلې زیاتیږي. هغه وویل: «یو څو وخته، ترکي خپل سافټ پاور یا نرم اثرسوخ استعمال کاوه، خو اوس دا نوی ډول خارجي او سفارتکاري اثررسوخ په ډېره سخته بڼه یې چې اغوا کول دي کاروي، په خصوص د استخباراتو له اړخه.»

انقره وايي دا پالیسي به جاري ساتي. ترکي چارواکي په دې کوشش چې د تنقیدونو مخه ونیسي، دعوه کوي چې امریکا هم د ۲۰۰۰ کلونو په ابتدا کې چې ترهګرۍ په ضد کوم جنګ شروع کړ، نو په کې یې دا تګلاره هم استعمالوله.

په نیویارک کې د کولمبیا یونیورسټي د هریمان انسټیټوټ مشر پروفېسر الېکزنډر کولي وایي ممکن چې ترکي نوره هم تشویق شي ځکه په نړېواله کچه ورباندې زیات تنقید ندی شوی او د دې کار نتیجې به د فکرمندۍ وړ وي. پروفېسر کولي زیاتوي: «خطرې دا دي چې دغه تګلاره به په یوه قبلېدونکې تګلاره بدله شي، یعنې د بشري معیارونو او د بشري بنیادي حقونو خلاف ورزۍ به عادي وګرځي.»

د ترکي حکومت وایي دوی به د هغو کسانو د لټون او ګرفتارۍ نه لاس وانخلي کوم چې ترکي چارواکي یې دښمنان بولي، او هغوی به هرو مرو عدالت ته راکشوي. د ترکي چارواکو وینا ده چې دښمنان به یې هېڅ ځای کې ځان ته د پټېدو ځای پیدا نکړي.

XS
SM
MD
LG