لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترکي د او ايي سي غونډې ته وېلي اسرائیل سره باید حساب وشي


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي هېوادونو د سازمان له مهمې سرمشریزې څخه څو ساعته مخکې ددغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ته په خبرو کې د بیت المقدس وروستۍ پېښې له شرمه ډکې وګڼلې.

میولوت چوېشوغلو وویل، هغه څه چې په غزه کې پېښ شوي په ژوره توګه یې هر کس خفه کړی او زیاته یې کړه چې د غزې په اړه هېڅوک هم خاموشه نشي پاتې کېدای.

"

مونږ باید دا باوري کړو چې اسرایلي چارواکي او اسرایلي پوځیان چې بې د دفاع خلکو په وړاندې ټوپک نیسي باید ورسره حساب وشي.

"

هغه زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزیران ددې لپاره سره راټول شوي چې په یوه ګډې اعلامیې کار وکړي په کوم کې به چې یو ځل بیا د بیت المقدس په ځانګړي او خاص حیثیت باندې ټینګار وشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وړاندې وویل، د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان د سرمشریزې په پای کې به خپل غږ پورته کوو چې مونږ به د بیت المقدس د تاریخي حیثیت د بدلون په برخه کې هیچاته اجازه ور نه کړو.

ده دا هم وویل، چې د یو موټي اسلامي امت په توګه باید د بشریت پر وړاندې د اسرایلو جرمونه په کلکه وغندو.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان په دغې غونډه کې د ایران، بنګدیش، قزاقستان، سعودي عربستان، لیبیا، ازربایجان، تونس، لیبنان او عراق په ګډون ټولټال د ۱۵ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان عمومي منشي یوسف الوتیمین د غونډې د پرانستې په مراسمو کې وویل، هغه څه چې اسرایلو د غزې د تراډې په اوږدو کې ترسره کړل هغه یو جنګي جرم او د بشریت په وړاندې جرم ګڼل کیږي.

نوموړي همدارنګه د ملګروملتونو له عمومي منشي څخه وغوښتل چې د غزې د وروستۍ پېښې په اړه دې نړیواله پلټنه ترسره کړي.

ده همدارنګه له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال له نړیوال قانون څخه یوه څرګنده سرغړونه وګڼله.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته به د اسلامي هېوادونو ولسمشران هم یو غونډه کوي او په همدې مسلې به خپل غږ پورته کوي.

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په ورځ د اسرایلي پوځیانو لخوا د فلسطینیانو له لاریونونو څخه ۶۰ کسان وژل شوي او تر ۲۷۰۰ زیات نور ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG