لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکايي دهړکو ورسته ترکي روس ته نژدې کیدی شي: څیړونکي


د امریکا او ترکي تر مېنځه زیاتیدونکي تاوتریخوالي دا اندېښنې سېوا کړي چې ترکي د امریکا پرځاې د روس سره خپلې اړیکې ښې کولی شي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د ترکي ځېنو سترو چارواکو د روس په سوچي ښار کې د روس او ایران سترو چارواکو سره په شام کې د روانې خانه جنګۍ ختمولو په سره خبرې کړي دي.

د اتوار په ورځ د ترکي مطبوعاتو د هیواد صدر رجب طیب اردوان له خوا ویلي: ٫٫ مونږ په خپله لاره تلی شو.٬٬ د ترکي صدر د ا مریکا لخوا ورکړل شوو دهړکو په ځواب کې ویلي ٫٫ امریکا په سیمه کې خپل یو وفادار او قیمتي یا د ګټې وړ ملګری د لاسه ورکولی شي.٬٬

تیره اونۍ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا ترکي ته د یو امریکايي پادري د نه خوشي کولو په سره د سختو بندیزونو دهړکه ورکړې وه.

اېنډریو برنسن نومې دغه پادري د ترهګرۍ د تورونو په سر په انقره کې په خپل کور کې نظر بند دی. واشنګټن دغه تورونه ردوي خو انقره وايي د پادري فیصله به د ترکي عدالت کوي.

د صدر ډانلډ ټرمپ د بیان وروسته د دواړه هیوادونو تر مېنځه تاو تریخوالی نور هم سېوا شوی.

د اېتلافي هیوادونو اندېښنې:

د ترکي او امریکا دغه تاو تریخوالي نه بیا روس ډیر په کامیابۍ سره ګټه پورته کوي. په واشنګټن ډي سي کې د څیړنیزې ادارې مېډل اېسټ انسټي ټیوټ څیړنکار او د ترکي پخوانی سفیرايدین سيلسن وايي د ترکي په تاریخ کې دا تر بل هر وخته خواږې اړېکې دي. دواړه هیوادونو د شام په جګړه کې د یو بل سره د همکارۍ سېوا کولو تر څنګ اقتصادي اړېکې هم ښې کوي.

د ترکي لخوا د روس نه د اېس – ۴۰۰ مېزایلو اخېستلو فیصلې هم د انقرې غربي ایتلافیانو کې اندېښنې سېوا کړي. واشنګټن خبرداری ورکړی دغه مېزاېلې د ناټو دفاعي نظام لپاره یو خطر دی. ترکي او امریکا د ناټو اېتلاف غړي نه دي.

پوهان ګڼي د واشنګټن لخوا د دغه پادري په سر سخته رویه، بیانونه او د بندیزونو دهړکې د روس صدر ولادي میر پوټن ته یوه بله موقع په لاس ورکولی شي.

د ګلوبل سورس پارټنرز یو څیړونکی اتالیا یا سیلادا وايي: ٫٫ ځه دا امکان نه ردوم چې صدر پوټن به صدر اردوان ته د امریکا د قهر او غصې په ځواب کې ځېنې ضمانتونه ور نه کړي. ځکه د پوټن سره هغه هر څه شته چې ترکي یې ضرورت لري، سېوا د پېسو نه. خو ترکي بیا د بهرنۍ سرمايي زیات ضرورت لري کومه چې یواځې غربي هیوادونه د قرضو په شکل کې ورکولی شي.٬٬

د امریکا کانګرس هم د ترکی د اقتصاد نه خبر دی چې زیات تره په بهرنۍ سرمایه کارۍ چلیږي. کانګرس خبرداری ورکړی چې د ترکي د نورو هیوادونو نه د قرض اخېستو باندې بندیزونه لګولی شي.

خو یو شمیر پوهان بیا دا پوښتنه هم کوي چې ایا دا د صدر ولادي میر پوټن مفاد دی چې د انقرې سره خپلې اړیکې نورې هم مضبوطې کړي.

د ترکي پخوانی سفیر وايي ٫٫ ځه نه ګڼم چې ماسکو به د دې نه زیات ترکي ته نژدې شي. دوي له دومره پوره ده چې د ناټو اېتلاف کمزوری کړي. ترکي په داسې ځاې وساتي چې یوه پښه يې په غربي هیوادونو او بله په شرقي هیوادنو کې وي. پوټن به نه غواړي چې ترکي هم د بیلاروس په شان په روس بار شي. مونږ له دا یاد ساتل پکار دي چې د روس اقتصاد د امریکا کېلیفورنیا ایالت نه کمزوری دی. روس د ترکي پېټی په سر نه شي وړلی، روس د شام بوج هم ډیر په ګرانه پورته کړی.٬٬

د شام روانه لانجه:

خو په تاریخي توګه روس او ترکي سېمه ایزحریفان دي. د انقرې مېډل اېسټ یونیورسټۍ د نړیوالو اړیکول پروفیسر حسین بګاسي وايي ٫٫ ترکي تل د شرق او غرب په منځ کې خپلې اړیکې برابرې ساتلي. ترکي د دې نه خبر دی چې د روس سره به اړیکې په کومو حدونو کې ساتي.٬٬

خو د صدر اردوان یو صلاحکار د نوم نه ښودلو په شرط تیره میاشت ویلي وو چې انقره د غربي هیوادونو سره کړو خپلو ژمنو باندې کلک ولاړ دی او د روس سره اړیکې يې د شام جګړې ختمولو او اقتصادي اړیکې سېوا کولو لپاره دي.

XS
SM
MD
LG