لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودیانو زما د ملگري سعودي خبریال مړی ټوټې ټوټې کړی


جمال په استانبول کې د سعودي عربستان سفارت ته د ننوتلو په حال کې
جمال په استانبول کې د سعودي عربستان سفارت ته د ننوتلو په حال کې

واشنګټن: په ترکیه کې د بې درکه شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي ملگرې رولا جبریل وايي، ترکي پولیس دعوه کوي چې د بې درکه خبریال مړی په استانبول کې د سعودي په قونصلگرۍ کې ټوټې ټوټې کړل شوی، په صندقونو کې اچول شوی او بیا له هغه ځایه وړل شوی دی.

مېرمن رولا وایي:

«هغوي(پولیس) باور لري چې د هغه مړی دننه وو. دا د ترکي پولیسو دعوه ده. خو د دې دعوو کوم ثبوت نشته»

خبریال جمال خاشقجي چې د سعودي حکومت پخوانې مشیر هم وو، تراوسه بې درکه دې او په اړه یې هېڅ معلومات نشته.

دی تېره اونۍ له خپلې چنغلې (کوژدنې) سره د څه ضروري اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استنبول کې سعودي قونسلګرۍ ته ورغلې وو او بیا بهر نه وو راغلې.

د ده چنغلې د قونسلګرۍ بهر تر ١١ ساعتو پورې د ده انتظار وکړ. د قونسلګرۍ بهر لگېدلو کیمرو کې دی قونسلګرۍ ته په ننوتلو ښکاري خو بیا په بهر راوتلو کې نه ښکاري. سعودي حکومت د خبریال په بې درکۍ کې د لاس لرلو نه انکار کړی دی.

پدې اړه د امریکا غبرګون ډیر محتاطه وو. د خارجه وزارت ویاندې هېدر نووارټ ویلي

"مونږ پدې مسله کې بوخت یو. زه پوهېږم صدر پدې معامله سعودي سره خبرې کړي دي نو زه نه غواړم چې د خبرو اترو مخه ونیسم چې صدر کړي دي. "

صدر ټرمپ پدې اړه ویلي:

"زه پدې اړه اندېښمن یم او امېد لرم دا به حل شي. دا وخت څوک هم خبر نه دي چې څه شوي دي خو پدې اړه ډېر بدې بدې خبرې کیږي او دا زما نه خوښېږي. "

څېړونکې رولا جبریل نور ویلی سعودي شهزاده محمد بن سلمان پدې سخت قهرجن وو چې جمال خاشقجي ته د واشنگټن پوسټ په شان ستر پلېټ فارم ترلاسه وو چېرته به چې هغه په خپلو مقالو کې د سعودي حکومت باندې ټکونه کول.

دې ویلي، که د ده د وژنې خبر ریښتیا وي نو غرب ته پکار ده چې سعودي نه وسله اخیستل بند کړي او د سعودي شهزاده او د نورو سعودي واکمنو پانګې یا اثاثې دې منجمدې کړي.

"مونږ د بشري حقونو د سرغړونې پروا هله کوو کله چې زمونږ دوښمن ایران یا بل څوک دا سرغړونه وکړي خو کله چې بل څوک داسې وکړي نو مونږ پرې بیخي غوږ نه گروو. "

صدر ټرمپ د کال ٢٠١٧ می میاشت کې خپل لومړی بهرنی سفر سعودي کړې وو چې مقصد یې سعودي سره خپل نږدې اقتصادي او سفارتي اړیکو ته دوام ورکول وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG