لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ترکي کې د صدر او د پارلېمنټ د انتخابات دپار ووټونه


موجوده صدر رجب طیب اروان

په ترکي کې د نوي صدر او د پارلیمنټ دپاره د اتوار، یکشنبې، په ورځ ووټونه وشول.

د وخت نه د وړاندې انتخاباتو امر موجوده صدر رجب طیب اردوان کړی و. څېړونکي وايي د اردوان او د هغه د مخالف د سختې مقابلې امکان دی

صدر رجب طیب اردوان او د هغه مخالف صدارتي امیدوار محرم انجه د خالي په ورځ په استنبول کې خپلو پلویانو ته د رای اچولو وړاندې آخرۍ ویناګانې وکړې.

د صدر اردوان لخوا ترکي کې د خپل وخت نه وړاندې کیدونکي انتخاباتو مقابله ډېره سخته شوې.

د اردوان مخالف صدارتي امیدوار محرم انجه
د اردوان مخالف صدارتي امیدوار محرم انجه

د اتوار د ورځې صدارتي انتخاباتو ګټونکی امیدوار به د اردوان په مرسته شوي آییني اصلاحاتو لاندې په غټه کچه نوي انتظامي اختیارات ترلاسه کړي. تیرکال شوي ریفرینډم کې خلکو ددغه اییني اصلاحاتو تایید کړی وو.

د ترکي ریپبلیکن پیپلزپارټۍ صدارتي امیدوار محرم انجه د خالي په ورځ په استنبول کې یو لویه جلسه کړې او ددې منتظمین وايي په جلسه کې د ۵ ملینه پورې خلکو برخه اخستې.

نوموړي په ټول صدارتي کمپاین کې د ملک یووالي او د انصاف چغه وهلې. ښاغلي انجه د خپلو مرستیالانو یو غونډې ته ویلي دوي د ملک لپاره د یو بدل مستقبل وعده کوي.

انجه په ټول ملک کې د ۱۰۰ نه زیاتې جلسې کړي چې پکې يې زیاتره د صدر اردوان په روایتي مضبوط مرکزونو کې کړي. په دغه جلسو کې په غټه کچه خلکو برخه اخستې.

اخوا صدر اردوان د انتخابي کمپاین په وروستیو ورځو کې د استنبول په یو شمیر برخو کې په خپل مضبوط انتخابي مرکزونو کې وړې جلسې کړي. په دغه جلسو کې په لسګونو زره خلکو ګډون کړی. په وروستیو ورځو کې د اردغان یو شمیر پلوي لیکوالانو یرې څرګندې کړي چې کیدی شي د نوموړي مرستیالان د انتخاباتو په ورځ په خپلو کورونو کې پاتې شي او او په انتخاتو کې برخه وا نه خلي.

اردغان په وروستیو جلسو کې د وینا په وخت په صدارتي مخالف امیدوار محرم انجه باندې د صدارت څوکۍ لپاره پکار تجربه نه لرلو تور لګولی او ویلي هغه کله هم د وزارت او یا د اختیار په بله کومه څوکۍ نه دی پاتې شوی. نوموړي په انتخاباتو کې د خپلې ګټې تمه څرګنده کړې. د صدارتي امیدوار انجه برعکس د صدر اردوان سیاسي جلسې په زیاتره میډیا باندې نېغ په نېغه ښودلی شوي خو د ښاغلي انجه جلسو ته په میډیا باندې هغه اومره ځای نه دی ورکړی شوی. په ترکې کې زیاتره لوي میډیا ادارې نېغ په نېغه او یا د نورو لارو دصدر د کنټرول لاندې دي. که څه هم ترکي کې ټولو امیدوارانو ته په میډیا باندې پوره ځای ورکولو لپاره سختې قانوني ضابطې په ځای دي خو د اردغان مخالف پنځه صدارتي امیدوارانو ته په میډیا باندې ډېر لږ او یا هډو له ځای نه دی ورکړی شوی.

ددې تر څنګ د ترکي کرد پلوه پارټۍ HDP سره تعلق لرونکي او په جیل کې بند صدارتي امیدوار صلاح الدین دمیرتاش په لاکهونو مرستیالانو د ترکي کرد اکثریتي ښار وان کې یو جلسه کړې. د ایچ ډي پي پارټۍ مرستیالانو په پولیسو باندې تور لګولی چې د غونډې وروستو يې په جلسه کې برخه اخستونکو باندې حملې کړي او پکې یو شمیر خځې او ماشومان ژوبل شوي.

ترکې کې د انتخاباتو په موقع د ټګۍ او د ووټرانو زورلو یرې هم زیاتې شوي.

صدارتي امیدوار محرم انجه په خپلو مرستیالانو باندې غږ کړی چې د انتخاباتو بې پلوه عمل یقیني کولو لپاره د ووټونو اچولو او بیا ددې د شمیرې پورې ځان فعاله اوساتي.

د تېر کال ریفرینډم هم د ټګۍ د تورونو سره پداسې حال مخ شوی وو چې د ترکي د انتخاباتو قامي ادارې په آخرې وخت کې په یو قانون کې بدلون راوستو چې ترمخه يې د مهربغیر ووټونو د شمیرې اجازت ورکړی شو.

محرم انجه ژمنه کړې که چرې د اتوار د ورځې په صدارتي انتخاباتو باندې فکرمندۍ راپورته شوې نو هغه به د بې پلوه انتخاباتو یقیني کولو لپاره د ۵۵ زره وکیلانو سره د ترکي د انتخاباتو ادارې ته ورځي.

خو صدر رجب طیب اردغان ویلي د ښاغلي انجه دغه وینا د نوموړي خپل شکست منل دي او زیاته کړې محرم انجه د یو قانون لاندې ژوند تیروي.

XS
SM
MD
LG