لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر اردوان: په شمالي شام کې د "امن پسرلی" نومې عملیات پېل شول


د سیرین ډېموکرېټک فورسز د شمالي شام څخه د امریکې د فیصلې غندنه وکړه او ویې وېل امریکې د ترکي سره د کړې لوظنانې دلاندې خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي

ترکي په شمالي شام کې د هغو کرد وسله والو خلاف پوځي عملیات پېل کړل چې انقره یې ترهگر بولي خو امریکا او غربي قوتونه یې د داعش په ضد جنگ کې د همکارانو په نظر گوري.

د ترکي صدر رجپ طیب وویل د "پیس سپرنگ" یا د امن پسرلي نومې عملیاتو هدف د ترکي خلاف د "ترهگرۍ خطر" لمنځه وړل دي.

د کردانو په مشرۍ کې د سیرین ډېموکرېټک فورسز وویل ترک هوايي جهازونو په ملکي سیمو بمباري کړې او په ولس کې یې ویره راپارولې ده.

د شام په شمال مشرقي سیمه کې د ترک پوځي عملیات په داسې حال کې شروع شول چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ناڅاپه ډول په سیمه کې پرځای شوي امریکايي ځواکونو د ویستلو اعلان وکړو.

کردان او د امریکې د کانگرس یو شمېر غړو د صدر ټرمپ د فیصلې مخالفت کړی خو امریکايي صدر د خپل دریځ دفاع کوي او وايي امریکا به د دایمي جنگونو نه ځان راوباسي.

څېړونکي وايي د صدر ټرمپ د فیصًلې په نتیجه کې به د داعش خلاف ترلاسه شوي گټې هم زیانمنې شي.

خو صدر ټرمپ د خپلې فیصلې دفاع کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ ډانلډ ټرمپ په ټوېټر وویل په سیمه کې د مختلفې ډلې د سلگونو کلونو راهسې د یو بل سره جنگېږي او امریکې ته نه وو پکار چې منځني ختیځ ته تللی وی. "دا احمقانه دایمي جنگونه، زمونږ دپاره، اوس ختمیږي."

صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل په مالي توگه د امریکې دپاره گرانه وه چې د کرد ځواکونو ملاتړ جاري وساتي. صدر ټرمپ وویل کردان د امریکې ترڅنگ وجنگیدل خو امریکې ورته په لویه کچه پېسې او سازاوسامان ورکولو.

د سیرین ډېموکرېټک فورسز د شمالي شام څخه د امریکې د فیصلې غندنه وکړه او ویې وېل امریکې د ترکي سره د کړې لوظنانې دلاندې خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي.

د اېس ډی اېف یو ترجمان ویلي شمالي شام ته د ترک ځواکونو ورتگ په نتیجه کې به په ټوله سیمه کې بې ثباتي رامنځته شي.

ترکي گڼي چې اېس ډي اېف د کردستان د کرستان ورکرز پارټي یا پي کی کی برخه ده چې د ترکي په جنوب مشرقي برخو کې د کردانو دپاره د زیاتو حقونو دپاره جنگیږی.

د داعش خلاف جنگېدو دپاره امریکې په شام کې ١٠٠٠ عسکر پرځای کړي وو چې د صدر ټرمپ د فیصلې وروسته به روایستل شي.

XS
SM
MD
LG