لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین ویغور مسلمانانو په سر ترکې کې د تائي لینډ په قونصل خانه حمله


ماهرین وايي دا وخت ترکې کې شا او خوا درې لکه ویغور موجود دي. چین د ویغورو په باره کې د انکره په تگ لاره د شام د خانه جنگۍ دلاسه هم اندیښمن دی. ویل کیږي ځېنې ویغور شام کې د وسله والو په صفونو کې شامل شوې دي
ماهرین وايي دا وخت ترکې کې شا او خوا درې لکه ویغور موجود دي. چین د ویغورو په باره کې د انکره په تگ لاره د شام د خانه جنگۍ دلاسه هم اندیښمن دی. ویل کیږي ځېنې ویغور شام کې د وسله والو په صفونو کې شامل شوې دي

قهرژنو احتجاج کونکو اوړمه شپه استنبول کې د تائي لینډ په قونصل خانه حمله وکړه، کړکې يي مات کړې او کوتکونو په لاس خلکو ودانۍ ته د دننه کیدو کوښښ وکړو.

احتجاج په دې خبر راوپاریدلی وو چې تائي لینډ په گڼه شمیره کې د چین ویغور مهاجر بیرته چین ته ستانه کړې دي چرته چې د انساني حقوقو کارکونکې وايي ویغور مسلمانان د چین حکومت دلاسه د زور زیاتي ښکار کیږي.

په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د تائي لینډ په قونصلګرۍ حمله کې څوک ککړ دي. خو ترک قام پرستو ددې نه وړاندې د ویغورو په حق کې د تشدد نه ډکې مظاهرې کړې دي. ترک قام پرست گڼي چې ویغور ددې هم نسل ترک دي.

هم دا میاشت ترک قام پرستو په کوریائي سیلگرو په دې شک کې حمله کړې وه چې گني دا چینایان دي. بیجنگ خپلو وګړو ته ترکې ته د تگ په اړه خبرداری هم جاري کړی دی.

د ترکې اسلام پلوه خلک هم د ویغورو ملاتړ کوي.

ترکې کې دې ناتائده رپورټونو هم تاو تریخوالی راپارولی دی چې چینائي مامورینو د روژو په نیولو هم پابندي لگولې ده. چین دغه رپورټونه ردوي.

د کارنیگي انسټیټیوټ تجزیه کار سینن اولگن وايي ترکې کې د ویغورو په سر احتجاجونه هیواد کې نوی رجحان په ډاگه کوي.

سینن اولگن وايي ترکې کې په ورستو کلونو کې د مذهب د ازادۍ غوندې په حساسو مسلو احتجاجونه شوي دي څه رنگ چې اوس لیدل کیږي او یو سبب يي دا هم دی چې د تیرو څو کلونو راهسې حکومت د هغه مسلو په اړه غږ پورته کړی دی چې مسلمانان يي ښکار کیږي.

د ترکې تر ټولو لویه اسلام پلوه سیاسي پارټي ای کی د ویغورو په کلکه ملاتړ کوي. تیره میاشت ترکې هغه سلو ویغور مسلمانانو ته پناه او پاسپورټونه ورکړل چې تائی لینډ بیرته چین ته لیږل.

چین د ترکې په دغه اقدام سخت ردعمل وښودلو او په ترکې يي د چین په کورنیو چارو کې د لاس وهنې الزام وروتپلو.

خو د ترکې صدر رجب طیب اردویان د خپل هیواد د تگ لارې دفاع وکړه.

صدر اردویان وویل ترکې هغه هیواد دی چې د زرگونو په شمیره کې یې خپله خاوره پریښودونکو ویغور ترکانو ته پناه او شهریت ورکړی دی.

ښاغلي اردویان وویل ترکي همیش هغه خلکو ته دروازې خلاصې ساتلې څوک چې د مرگ د منگولو نه پناه غواړي.

ماهرین وايي دا وخت ترکې کې شا او خوا درې لکه ویغور موجود دي.

چین د ویغورو په باره کې د انکره په تگ لاره د شام د خانه جنگۍ دلاسه هم اندیښمن دی. ویل کیږي ځېنې ویغور شام کې د وسله والو په صفونو کې شامل شوې دي.

چین سره د ویغورو په سر تعلقاتو کې د تاوتریخوالي باوجود صدر اردویان ددې میاشت په اخیره کې د چین ته د وړاندې نه ټاکل شوي دوره تلونکی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG