د ترکیي د صدر ویاند ابراهیم کالین ویلي دي، دا چې د امریکا صدر جو بایډن د اولې عالمې جګړې پر مهال د عثماني امپراطورۍ په لاس د ارمېنیانو وژل کېدو ته نسل کشي یا نسل وژنه ویلې ده، دا خبره غوسه پاروونکې ده او ترکیه به په راتلونکو ورځو میاشتو کې د هغه جواب ورکړي.
ابراهیم کالین د اتوار/یکشنبې په ورځ د رایټرز خبري ادارې سره په یوه مرکه کې وویل: «په راتلونکو ورځو او میاشتو کې به د مختلفو قسمونو او مختلفو درجو غبرګون وښودل شي.»
هغه دا ونه ویل چي انقره به د ترکیي په جنوب کې انجرلیک پوځي هوایي اډې ته د امریکا په رسایي کې محدودیتونه راوړي او که نه.
ابراهیم کالین دا هم وویل چې د ترکیې صدر رجب طیب اردوان به د ګل/دوشنبې په ورځ د کابینې له غونډې وروسته، د صدر بایډن د وروستیو بیاناتو په اړه وینا وکړي.
په ترکیه کې حکومت او حزب اختلاف دواړو د ارمېنیانو د وژنې په اړه د صدر بایډن وروستۍ وینا په کلکه غندلې ده.
ترکيه وایي په انقره کې یې د امریکا سفیر هم خارجه وزارت ته ورغوښتی او د صدر جو بایډن په دې بیان چې د اول عالمي جنګ په وخت د عثماني امپراطورۍ له خوا د سلګونه زره ارمېنیانو وژل کېدل یې نسل کشي بللې ده، خپل احتجاج څرګند کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د بهرنیو چارو نایب وزیر سادات اونال د خالي/شنبې په ورځ ناوخته، په انقره کې د امریکا سفیر ډېوېډ ساټرفایډ ته ویلي چې د بایډن بیان هېڅ قانوني بنیاد نه درلود او بل دا چې انقره دا بیان «رد کړی، هغه یې د منلو وړ ندی بللی او په سختو الفاظو یې غندلی دی.»
د ترکیي حکومت زیاته کړې چې د ناټو یو متحد – امریکا – له ترکیې سره په تعلقاتو کې داسې یو زخم جوړ کړ چی «بېرته رغول به یې سخت کار وي.»
تر دې غبرګون نه څو ګېنټې وړاندې، د خالي/شنبې په ورځ امریکې ولسمشر جوبایډن په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني سلطنت له خوا د ارمینیا د خلکو وژنه او پر هغوی ظلمونه په داسې ورځ نسل وژنه وبلله، چې د ارمینیا خلک د اپرېل ۲۴مه هر کال د "ناورین" د ورځې په توګه لمانځي.
د یورپ او اېشیا تر منځ پروت غرني هېواد ارمینیا یا ارمنستان خلک هر کال دا ورځ په هېواد کې دننه او بهر "د ارمینیانو د ټولوژنې" د یادګاري ورځې په توګه لمانځي.
مؤرخین وایي د یوې اندازې له مخې د لومړۍ نړیوالې جګړۍ په مهال د 1915 او 1923م کلونو تر منځ په اتو کلونو کې د عثماني ترکانو په لاس 1.5 میلینه [15 لکه] عیسایي ارمینیان وژل شوي وو.
خو د عثماني سلطانت ځایناستې اوسني ترکي دا دعوې نه مني او هسې تورونه یې ګڼي. د ترکي د بهرنیو چارو وزیر میولوت چاویشوغلو روانه اوونۍ ویلي وو، چې که د امریکې صدر د ارمینیانو وژنه د "قتلِ عام" په توګه وپېژني نو دا به له نېټو متحدینو سره د ترکي اړیکې خرابې کړي.
د ارمینیا خلک دعوه کوي چې عثماني سلطنت د دوی د نابودۍ لپاره د لوږې، جبري کار، جلاوطنۍ، د بندیانو د مرګنیو لاریونونو او بشپړ قتلِ عام په وسیله په قصد سره په هدف کړل شوي وو.
ترکي دا تورونه ردوي چې ګواکې دوی دې د ارمینیانو د قصدي ټولوژنې پلان جوړ کړی وي بلکې وایي ډېر کسان هغه مهال د جګړې قرباني شوي وو او یا هم روس وژلي وو.
ترکیه او امریکا دواړه د ناټو متحدین دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تېره هفته ویلي و چې که امریکا د ارمینیانو هغې وژنې ته د نسل کشۍ یا نسل وژنې نوم ورکړي، نو دا به د ناټو د دغو دوو متحدینو ترمنځ تعلقاتو ته نقصان ورسوي.