لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : هرات کې د روغتيا د ادارې دوه بهرنۍ زنانه وژل شوي


راپورونه وايي د وژل شوؤ بهرنو زنانوؤ تعلق د فنلېنډ سره دی
راپورونه وايي د وژل شوؤ بهرنو زنانوؤ تعلق د فنلېنډ سره دی

د افغانستان په هرات صوبه کې نامالومه وسله والو د يوې بهرنۍ روغتيايي موسسي دوه زنانه کارکوؤنکې په ډزو وژلي دي .

د راپورونو ترمخه نن د زيارت په ورځ د افغانستان په هرات صوبه کې نامالومه وسله والو د يوې بهرنۍ عيسوي روغتيايي او مرستندويه ادارې IMA (ائي ای اېم ) دوه ښځينه غړي په ډزو وژلي دي .

د افغانستان د کورنو چارو وزارت وياند صديق صديقي د دغې پېښې پخلی کړی ، او وئيلي يې دي د حمله کوؤنکو د نيولو هڅې يې پېل کړي دي .

راپورونه وايي وژل شوې بهرنۍ زنانه چې تعلق يې د فنلېنډ سره دی ، او ائي ای اېم نومې عيسوي روغتيايي اداره کې يې کار کولو ، نن غرمه هغه وخت په تخار کې نامالومه وسله والو وويشتې ، چې دويې په ټيکسي کې روانې وي .

د بهرنو زنانوؤ د وژنې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې .

نن د زيارت په ورځ افغانستان کې د بدامنۍ نورې پېښې هم رامنځته شوي ، او ملکي وگړو ته يې مرگ ژوبله يې اړولې ده .

په تخار صوبه کې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه نهه ملکي وگړي وژل شوي ، او ۲۴ نور ژوبل شوي دي . د راپورونو ترمخه هم نن د زيارت په ورځ د ننگرهار صوبې د خوگياڼي ضلعې د پوليس مشر ملک نواب باندې ځان مرگی بريد شوی ، چې پکې پوليس مشر سره د خپل ساتونکي وژل شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG