لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د سعودي شهزاده د نیول کېدو خلاف به د انساني حقونو دوه ډلې ملګرو ملتونو ته شکایت کوي


ای اېف پي وايي ۳۷ کلن شهزاده سلمان بن عبدالعزیز او د هغه پلار د ۲۰۱۸ د جنورۍ په نیول شوي دي او پلویان یې دا پوښتنه کوي چې شهزاده ولي عهد محمد بن سلمان دپاره څه خطر نه و نو ولې نیول شوی دی؟
ای اېف پي وايي ۳۷ کلن شهزاده سلمان بن عبدالعزیز او د هغه پلار د ۲۰۱۸ د جنورۍ په نیول شوي دي او پلویان یې دا پوښتنه کوي چې شهزاده ولي عهد محمد بن سلمان دپاره څه خطر نه و نو ولې نیول شوی دی؟

د انساني حقونو دوه تنظیمونه به په سعودي عرب کې د شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د ګرفتارۍ خلاف ملګرو ملتونو ته شکایت کوي چې دا ډول د هغه د ازادۍ دپاره په سعودي حکومت نړیوال فشار زیات کړي. دا خبره د فرانس خبري ادارې ای اېف پي کړې ده.

ای اېف پي وايي ۳۷ کلن شهزاده سلمان بن عبدالعزیز او د هغه پلار د ۲۰۱۸ د جنورۍ په نیول شوي دي او پلویان یې دا پوښتنه کوي چې شهزاده ولي عهد محمد بن سلمان دپاره څه خطر نه و نو ولې نیول شوی دی؟

په جنیوا کې مېشته مېنا او په لندن کې ای اېل کېو اېس ټي تنظیمونو دغه شکایت په داسې حال کې مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې د سعودي عرب د استخباراتو یو پخواني چارواکي ویلي سعودي ولې عهد محمد بن سلمان هغه وژل غواړي او د هغه د قتل په غرض کېنېډې ته لیږل شوي ډله د کېنېډې کسټم مامورینو نیولې ده.

سعدالجابري دغه خبره د امریکې وفاقي عدالت ته ورکړی شوي خواست کې کړې ده. هغه ویلي هغه د محمد بن سلمان په باره کې ثبوتونو لري نو ځکه سعوي ولي عهد هغه قتل کول غواړي.

ای اېف پي وايي دغه پرمختګونه په سعودي عرب کې د شاهي کورنۍ دننه سیاسي هلې ځلې په ډاګه کوي.

د رپورټ ترمخه شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د فرانس ساربون یونیورسټۍ نه تعلیم ترلاسه کړی دی یو کال د ریاض سره نژدې په الاحیر زندان کې وو او یا یوې بنګلې ته منقتل کړی شو.

ای اېف پي د سرچینو له قوله ویلي شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د مارچ په میاشت کې په پراسرار توګه خفیه مقام ته منتقل کړی شو خو دوه میاشتې وروسته بیا دغه بنګلې ته منتقل کړی شوی.

د شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د ازادۍ دپاره نړیوال فشار زیاتوولو په غرض ای اېف پي وايي ای اېل کیو اېس او مینا به په جنیوا کې خلکو ده بې دریغه ډول د نېول د مخنیوي ادارې یو اېن ورکنګ ګروپ ان اربټریري ډيټنشن ته د نهې، سه شنبې، په ورځ خبل شکایت ورکوي.

د مینا مشر انېس عثمان ای اېف پي ته وویل شهزاده سلمان بن عبدالعزیز او د هغه پلار دوه نیم کاله راهسې بغیر د څه الزام نیول شوي دي او د دوی ګرفتاري هیڅ قانوني جواز نلري.

ای اېف پي وايي سعودي مامورینو ورته په دې اړه خپل دریځ نه دی ورکړی.

ای اېف پي وايي د ملګرو ملتونو اداره به په آیند څو میاشتو کې شهزاده سلمان د ازادۍ په خواست خپله رای ورکوي خو سعودي حکومت ورته د ځواب ورکولو پابند ندی.

ای اېف پي وايي د شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د ازادۍ دپاره خواست د سعودي شاهي کورنۍ د یو شمېر نورو هغو غړو حال ته د دنړیوالې ټولنې توجه راګرځوي چې د ولي عهد محمد بن سلمان واک اختیار ته د رسېدو نه پس زندانونه ته لیږل شوي دي.

ای اېف پي د سرچینو له قوله وايي د شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د نېول کېدو په لړ کې د زیاتې حیرانتیه خبره دا ده چې نه خو هغه او نه د هغه پلار نه تر اوسه پورې څه قسمه تفتیش شوی دی.

یو شمېر یورپي ملکونو هم ریاض نه د سلمان بن عبدالعزیز د ازادۍ غوښتنه کړې ده او ای اېف پي وايي یورپین یونین د سعودي عرب د هیومن رایټس کمېشن سره د نیول شوي شهزاده د ازادۍ معامله راپورته کړې ده خو څه ګټه یې نه ده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG