لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: هرنايي کې د سکرو په مزدورانو وسله وال بريد کې  دوه کسان ټپيان شوي


د بلوچستان د هرنايي ضلعې په کهوسټ سيمه کې د سکرو/کولې د مزدورانو پر د کېمپ وسلوالو په برید کې دوه تنه ټپیان شوي او لږ تر لږه پینځه لادرکه شوي دي.

د هر نایي ضلعې مرستیال کمیشنر سردار محمد رفیق وي او اې ته ویلي د جمعې په ماښام نهه بجې وسلوالو د سکرو د مزدورانو پر کېمپ برید کړی چې پکې دوه مزدوران ټپي شوي دي، او تر پینځو پورې مزدوران بې درکه دي.

ټپي مزدوران یې د درملنې لپارہ د کوټې سول روغتون ته وړي او هلته د یو ټپي حالت مرګونی ښول شوی دی.

مرستیال کمشنر وایي د برید پر وخت په کیمپ کې اوو ته نیږدې مزدوران موجود وو. وایي اټکل کوي چي دا نور پینځه مزدورانو د ځان ژغورنې په خاطر د ډزو پر وخت په نیزدې سیمه کې ځان پټ کړی وي.

خو بل خوا ځینې ناتاييده رپورټونه وایي چې یاد مزدوران وسلوال برید ګرو له ځان سرہ وړي وي.

دیادې پېښې زمه واري کوم چا نه ده منلې.

د مرستیال کمشنر په خبرہ تر دې وړاندې په سیمه کې د داسې بریدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې مني.

دا چې د سکرو په مزدورانو بريد شوی، د مزدوانو په اړوند هم کره مالومات نه دي ورکړی شوي چې دوی څوک دي، خو د بلوچستان د سکرو په کانونو کې اکثره مزدوران د خېبرپښتونخوا، بلوچستان صوبې ځايي او افغانستان سره تعلق لرونکي خوارۍ مزدورۍ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG