لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

متحده عربي اماراتو د اول ځل دپاره، مریخ ته خپل خلایي جهاز ولېږه


متحده عربي اماراتو د ګل/دوشنبې ورځې په سهار وختي مریخ ته خپل اول خلایي جهاز وتوغاوه. د متحده عربي اماراتو اقتصاد تر ډېره د خپلو تیلو په ذخیرو ولاړ دی، خو اوس کوښښ کوي چې خپل ساینسي او ټېکنالوجي وړتیاوې هم پراخې کړي.

د متحده عربي اماراتو دغه خلایي جهاز چې (مسبار الأمل) یا د امید تحقیق نومیږي، د اماراتو په وخت د ګل/دوشنبي ورځې د سهار په ۱:۵۸ بجو، او د جاپان په وخت د سهار په قریب ۷ بجو، د جاپان د تانیګاشیما خلایي مرکز نه د اوه میاشتېني سفر په مقصد مریخ ته واستول شو. دا تحقیقاتي وسیله به د مریخ ګېرچاپېره وګرځي او د هغه ځای د هوا په اړه به معلومات ځمکې ته راولېږي.

دا اول ځل دی چې یو عربي ملک مریخ ته خلایي جهاز لیږي. ټاکل شوې وه چې دا خلایي جهاز د جولائي په ۱۴مه فضا ته وتوغول شي، خو د هوا د خرابوالي په وجه دوه ځله دا کار ځنډېدلی و.

د اماراتو د پرمختللو علومو وزیره ساره امیري وایي چې مریخ ته د هغوی د دې خلایي جهاز د لېږلو په منصوبې ۲۰۰ میلینه ډالره لګښت راغلی دی. د دې منصوبې مقصد دا دی چې د اول ځل دپاره د مریخ د اټموسفیر یو بشپړ تصویر انسانانو ته معلوم شي او هلته روزانه او موسمي تغییرات هم مطالعه شي.

متحده عربي اماراتو ړومبی ځل په ۲۰۱۴ کال کې اعلان وکړ چې غواړي مریخ ته خلائي جهاز ولېږي، او بیا په ۲۰۱۷ کې یې قامي خلائي پروګرام پرانیست چې په هغه کې خپله د اماراتو ځایي متخصصینو ته وده ورکړي. د اماراتو ۹.۴ میلینه آباتي، چې اکثره یې خارجي کارېګر دي، د نورو پرمختللو ولسونو په شان د خلائي تحقیق دپاره ساینسي او صنعتي اډانه نه لري.

له دې سره سره، امارات دا پلان هم لري چې تر کال ۲۱۱۷ پورې، په مریخ کې د انسانانو د اوسېدو یو کېمپ هم جوړ کړي. هزاع المنصوري د اماراتو اولنی خلاباز و چې تېر ستمبر میاشت کې یې انټرنېشنل سپېس سټېشن ته سفر وکړ.

دا ځل د (مسبار الأمل) یا د امید تحقیق نومي خلایي تحقیقي وسیلې د جوړېدو دپاره، د متحده عربي اماراتو او د دوبی د محمد بن راشد خلایي مرکز، د امریکا له تعلیماتي مرکزونو سره په ګډه کار کړی دی.

د پلان له مخې، مسبار الأمل داسې جوړه شوې چې د توغېدو یو ساعت پس خپل سولار یا د لمرینې انرجۍ پېنلونه پرانیزي چې په هغه سره به قوت اخلي. دا خلائي جهاز به د ځمکې نه تر مریخه پورې ۴۹۴ میلینه کلومټره لاره ووهي او رفتار به یې یو لک و یو ویشت زره کلومټره په یو ساعت کې وي چې تمه ده د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ کې مریخ ته ورسیږي. په دې ټوله لاره به، د محمد بن راشد خلائي تحقیقاتي مرکز چې په دوبی کې دی، دا خلائي جهاز د ځمکې نه څاري.

XS
SM
MD
LG