لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د موټرو جوړولو دریو لویو کمپنو کارکوونکو کاربندیز وغځولو


موټرو جوړونکو کمپنو د کارکوونکو غوښتنې غیر حقیقي او د کمپنو په اړه بیان بازي يې ګمراه کوونکي بللې
موټرو جوړونکو کمپنو د کارکوونکو غوښتنې غیر حقیقي او د کمپنو په اړه بیان بازي يې ګمراه کوونکي بللې

د امریکې د موټرو جوړولو دریو لویو کمپنو فورډ، جنرل موټرز او سټېلانټېس د کارکوونکو اتحاد یونایټېډ اټو ورکرز د جمعې په ورځ د دوو کمپنو په ضد کاربندیز د غځولو اعلان وکړو.

یونایټېډ ورکرز یونین د سپېټمبر په 15 نېټه د دریو واړو کمپنو په ضد کاربندیز شروع کړی خو د جمعې په ورځ یې د جنرل موټرز او د سټېلانټېس خلاف د احتجاج د پراخولو اعلان وکړو او کاکونکي د کابندیز دپاره په 20 ریاستونو کې موجود د پرزو د وېش 38 مرکزونو ته ولېږل.

د کارکونکو احتجاج د فورډ کمپنۍ په ضد نه دی زیات کړی شوی.

د یونایټېډ اټو ورکرز صدر شان فېن د جمعې په سحر وویل د فورډ کمپنۍ انتظاميې سره په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د یوای ډبلیو غړو ته د وډیو دلارې وېنا کې فېن زیاته کړه چې فورډ معاهدې ته رسېدو کې سنجیده دی خو نورو دواړو کمپنو خبره بدله ده.

د یونایټېډ اټو ورکرز په کاربندېز کې د اضافې له امله به د موټرو ورکشاپونو او د ډیلرانو دپاره د موټرو پرزې ترلاسه کول مشکل شي.

د موټرو د کمپنو کارکونکي په دریو واړو کمپنو کې کارمندانو دپاره په اینده څلورو کلونو کې په معاش کې د 36 فیصد اضافې غوښتنه کوي. د دې ترڅنګ کارکوونکي دا مطالبه هم کوي چې په معاش کې عدم مساوات او عارضي ملازمت دې هم ختم کړی شي. د دې ترمخه، کمپنۍ د یو شان کار دپاره د مختلفو درجو کارمندانو ته مختلفې تنخاګانې ورکوي.

د کارکوونکو اتحاد وايي چې په تېرو لسو کلونو کې موټرې جوړونکو کمپنو په رېکارډ کچه منافع ترلاسه کړې ده او په دې لړ کې د کمپنۍ د مشرانو او شراکتدارانو دپاره په پېسو کې اضافې ته اشاره کوي.

موټرو جوړونکو کمپنو د کارکوونکو غوښتنې غیر حقیقي او د کمپنو په اړه بیان بازي يې ګمراه کوونکي بللې.

د جي اېم موټر کمپنۍ صدر مارک رواېس د شورو، چهارشنبې، په ورځ ډیټرواېټ فري پرېس مجله کې په یو مضمون کې وویل چې د کارکونکو د اتحاد دا خبره چې د موټرو جوړونکو کمپنو تنخاګانې دومره نه دي چې ژوند پې تېر کړی شي غلطه ده او دا چې د تنخاګانو د زیاتولو مطالبه به یې هم د پوره کېدو جوګه نه ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG