لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانوي پوځ افغان ژباړونکی له برتانیا څخه ویستل کیږي


په دې تصویر کې د امریکايي پوځ یو عسکر په پکتیکا ولایت کې د افغان ژباړونکي ترڅنگ ځايي خلکو سره خبرې کوي
په دې تصویر کې د امریکايي پوځ یو عسکر په پکتیکا ولایت کې د افغان ژباړونکي ترڅنگ ځايي خلکو سره خبرې کوي

حفیظ الله حسین خیل په افغانستان کې له برتانوي پوځ سره دوه کاله د یوه تکړه، هوښیار او وفاداره ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړېده.

طالبانو د هغه پلار په پښه باندې وروسته له هاغې وویشته کله چې دی وتښېده.

حسین خیل د تېرو دوو کلونو راهیسې برتانیې ته په رسېدو له خیریه ادارو سره کار کاوه.

د برتانیې د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د برتانیې د کورنیو چارو وزارت ورته اوس ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې باید له دغه هېواد څخه ووځي.

حسین خیل د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو او افغان افسرانو ترمنځ ترجماني کوله او اوس ورته ویل کیږي چې په برتانیه کې به ژوند نشي کولای.

د نوموړي سیاسي پناه غوښتنه په جون میاشت کې رد شوې شوې وه او بیا په محکمه کې هم دده د پاتې کېدو په پلوي پرېکړه و نشوه.

د تېرې چهارشنبې په ورځ ۲۶ کلن حسین خیل محکمې ته غوښتل شوی و او له هېواد څخه د وتلو پاڼه یې ورته ورکړېده.

دی اوس د اکسفورډ ترڅنګ په کمپس وېل کې بندي دی او ورته ویل شویدي چې د ډیسمبر له ۶ څخه تر ۲۲ نېټې پورې به له برتانیې څخه وویستل شي.

حسین خیل په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هاغې له افغانستان څه وتښېده کله چې ورته د طالبانو لخوا د مرګ ګواښونه وشول.

داسې ښکاري چې هغه به اطریش ته چېرې چې ده د لومړی ځل لپاره د پناه غوښتنې کاغذونه جمع کړي وه ډیپورټ یا وشړل شي.

هغه کسان چې هڅه کوي دده د شړلو مخنیوی وکړي وايي، چې کیدای شي حسین خیل بیرته افغانستان ته ولیږل شي چېرې چې د هغه ژوند به له خطر سره مخ وي.

په برتانیه کې د حسین خیل د پاتې کېدو لپاره کمپاین کونکي دده د پاتې کېدو لپاره له حکومت څخه غوښتنه کوي.

د برتانیې د دفاع وزارت په ۲۰۱۳ کې ویلي و چې هغه ۶۰۰ افغانان به په برتانیه کې د اوسېدو حق ولري چاچې په هلمند کې له برتانوي پوځ سره د ژباړونکي او یا په نورو ملاتړ کونکو دندو باندې کار کړی وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG