لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برطانیه: غیرقانوني مهاجرو او د انسانانو سمګلرانو ته ښایي لا سختې سزاګانې وټاکل شي


برطانیې ته اکثره غیرقانوني مهاجر، د فرانس نه په وړو کښتیو کې د انګلش نهر له لارې رسیږي.

د برطانیي حکومت به سبا د نهې/سې شنبې په ورځ د مهاجرو دپاره داسې یوه نوې قانوني مسوده اعلانه کړي چې په بنیاد یې، برطانیې ته بغیر د اجازت نه د پناه غوښتونکو داخلېدل به جرم ګڼل کیږي. د دې پېشنهاد شوې قانوني مسودې ترمخه به هر هغه کس چې په غیرقانوني توګه په هرې وجې برطانیې ته داخل شي، هغه ته به تر څلورو کلونو پورې د قید سزا ورکړی شي.

د دې مسودې د جوړېدو هدف د هغو مهاجرو مخنیوی دی کوم چې په وړو کښتیو او بېړیو کې د انګلش نهر په تېرېدو برطانیې ته تګ غواړي.

په وړاندې شوې مسودې کې دا هم راغلي هغه کسان چې خلک برطانیې ته سمګلېنګ یا قاچاق کوي، هغوی ته به لا درنه سزا ورکړل شي چې مجرم پېژندل شوي کسانو ته به عمري قید ورکړی شي. اوس مهال برطانیې کې د خلکو سمګلرانو یا قاچاق وړونکو دپاره تر ټولو زیاته سزا، تر څوارلسو (۱۴) کالو قید دی.

د برطانیې د داخله چارو وزیر پریټي پټېل وویل چې د دې قانون مقصد د هغه په وینا «د برطانیې د کډوالۍ ناکاره نظام» د ترمیمولو دپاره کوشش دی.

اوس مهال چې کوم غیرقانوني مهاجر په وړو کښتیو کې د فرانس نه برطانیې ته رسیږي، سرحدي چارواکي هغوی راغونډوي او بیا یې په حراستي مرکزونو او یا هوټلونو کې ځای په ځای کوي، تر هغو چې د پناه غوښتنې دپاره یې درخواستونه وڅېړل شي.

د برطانیې داخله وزیر تېره هفته وویل: «د مهاجرت دپاره زمونږ نوی پلان منصفانه، خو کلک دی. مونږ د قانوني او خوندي لارو نه د خلکو د راتګ هرکلی کوو، خو دا نه پرېږدو چې څوک د سیسټم نه ناجایزه ګټه واخلي، د غیرقانوني داخلېدو او ورسره تعلق لرونکو جرایمو مخه نیسو.»

د سختو ضابطو ترمخه، هغه مهاجر چې تر اوسه غیرقانوني برطانیې ته داخل شوي خو عدالتی کاروایي یې په وړاندې نده شوې، په برطانیې کې د موقت پاته کېدو اجازت به ورکول شي، خو تر هغو چې مستحق ونه پېژندل شي، د سرکاري امدادونو نه به محرومه پاته وي. همدا راز پس له دې به یوازې هغه پناه غوښتونکي په برطانیه کې د مېشتېدو چانس ترلاسه کړي کوم چې پناه غوښتونکو مهاجرو ته د برطانیې حکومت د رسمي اسکیمونو له طریقه هغه ملک ته تللي وي.

تنقید

دغه نوې قانوني مسوده چې په ابتدا کې به سبا د نهې/سې شنبې په ورځ د برطانیې پارلېمان هاوس آف کامنز یا د استازو اېوان ته پېش کړی شي، ورباندې د بشري حقونو د فعالانو او د کډوالو چارو د تنظیمونو له اړخه کلک تنقیدونه شوي دي.

د سږ کال په اولو شپږو میاشتو کې قریب ۶۰۰۰ مهاجر برطانیې ته د انګلش چېنل (نهر) له طریقه داخل شوي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۲۰ کال کې دا شمېره څه کم اته نیم زره (۸۴۱۷) وه.

چارواکي وایي، دا قانوني مسوده «هغو مهاجرو ته چې فکر کوي د انسانانو سمګلرانو ته د پیسو په ورکولو د خطرناکو او غیرقانوني مسافرتونو له لارې برطانیې ته راشي، یو واضحه پیغام لېږي.»

خو د بشري او مهاجرو د حقونو کمپېنران او فعالان وایي چې برطانیې ته د رسېدو دپاره، پناه غوښتونکو ته قانوني لارې چارې ډېرې کمې دي.

د اېمنسټي انټرنشل (بخښنې نړېوال سازمان) د پناه غوښتونکو او مهاجرو د حقونو څانګې مشر سټیف والډېزسایمونډز په یو بیان کې ویلي: «په داسې حال کې چې د برطانیې داخله وزارت د پناه غوښتونکو دپاره برطانیې ته د خوندي او قانوني راتګ لارې چارې نه پیدا کوي، ځیني خلک به بیا هم مجبوره شي چې برطانیې ته د راتګ دپاره خپل ژوند خطرې سره مخ کړي او دا کار وکړي.»

XS
SM
MD
LG