لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرېنس هري: له شاهي کورنۍ څخه جدا کېدل راته لوی خفگان دی


د برتانیې د شاهي کورنۍ شهزاده هري چې له خپلې مېرمنې مېگن سره یې په گډه له شاهي کورنۍ څخه د جدا کېدو فېصله کړې ده، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې د دغې پرېکړې د وجوهاتو په اړه خپله چوپتیا ماته کړله او ویې ویل چې له شاهي کورنۍ څخه جدا کېدل ورته "لوی خفگان" دی.

هري، د پرېنسس ډیانا دویم زوی، او د شهزاده ویلیم کشر ورور دی. مېرمن یې، مېگن، امریکایۍ ده او مخکې یې په فلمونو کې اداکاري کوله.

شهزاده هري دا خبرې په لندن کې د سېنتیبېل په نوم د خپل هغه خیریه تنظیم په یوې دستورې کې وکړې کوم چې په یو وړوکي افریقایي هېواد کې له بې وزله ماشومانو سره مرستې کوي.

شهزاده هري پخپلو خبرو کې وویل: "زمونږ هیله دا وه چې د بیت المال له پېسو نه بغیر، مونږ ملکې، کامنوېلټ، او زما اړونده پوځي برخو دپاره خدمت ته دوام ورکړو. له بده مرغه، دا کار ممکن نه و. ما، د دې خبرې په پوهېدو چې دا گام به زما شناخت او زما تعهد بدل نکړي، دې کار ته غاړه اېښې ده."

د برتانیې د شاهي کورنۍ دغه ځوان غړي دا هم وویل چې هیله مند دی د نوموړي په دغو څرگندونو سره خلک وپوهېږي خبره کوم حد ته رسېدلې وه چې هغه بالاخره له خپلې کورنۍ جدا شو. پرېنس هري زیاته کړه چې په دې سره به "یو قدم د آینده په لور کېږدي، د هغې آینده په لور چې هیله من یم یو باامن تره ژوند واوسي."

شهزاده هري خپلې نیا، دوېمې ملکه اېلېزابټ ته درناوی څرگند کړ او هغه یې خپله ستره مشره وبلله.

د برتانیې ملکه، دویمه اېلېزابټ، لمسی یې پرېنس هري، او د پرېنس هري مېرمن، مېگن
د برتانیې ملکه، دویمه اېلېزابټ، لمسی یې پرېنس هري، او د پرېنس هري مېرمن، مېگن

ویل کیږي چې شهزاده هري او مېرمن یې مېگن، د میډیا له لاسه او د شاهي کورنۍ تر سیوري لاندې په تشریفاتو کې له ژوند کولو نه ستړي شوي و او غوښتل یې چې د نورو وگړو په شان آزاده ژوند ولري.

په همدې دلیل یې پرېکړه وکړه چې په شاهي کورنۍ کې له خپلو رسمي مسئولیتونو اوږه سپکه کړي، او کله به په برتانیه او کله هم په کاناډا کې ژوند تیروي.

یاده دې وي چې د برتانیې د شاهي کورنۍ د پرېکړې له مخې، هري به بیا هم شهزاده وي، هغه به د سکسکس ډوک او مېرمن به یې د سکسکس ډچېس یادیږي، خو په آینده کې به په شاهي دستورو کې گډون نه کوي.

مېگن اوس دستي له خپل زوی آرچي سره په کاناډا کې ده او شهزاده هري به هم ډېر زر له برتانیې څخه کاناډا ته ورشي.

XS
SM
MD
LG