لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برطانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن استعفا وکړه


د برطانیې حکومت وایي چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر، بوریس جانسن، له خپلې دندلې مستعفي شوی دی.

جانسن په داسې حال کې له خپلې دندې گوښه شو چې د بریکزېټ یا له یوروپین اتحاد څخه د برطانیې د وتلو د پلان پر سر، د برطانیې په کابینه کې اختلافات په ډیریدو شوي دي.

د برطانیې د وزیراعظمې، ټرېزا مې، دفتر ویلي چې میرمن ټریزا مې د ښاغلي جانسن استعفا، نن د گل ـ دوشنبې په ورځ ومنله او ډیر زر به د هغه ځای ناستی وټاکي.

وروسته له هغه چې ډیویډ ډیوېس د برېکزیټ د چارو د وزیر په توگه مستعفي شو، نو له بوریس جانسن نه چې پخپله له یوروپین اتحاد څخه د برطانیې د ایستلو د کمپاین یو مشر و، د عمل کولو تمه کیده او تر فشار لاندې و.

ډیوېس پرون د اتوار ـ یکشنبې په ماښام له خپلې دندې استعفا وکړه او ویې ویل چې راتلونکی کال، پس له هغه چې برطانیه له یوروپین اتحاد نه ووځي، نو د هغه اتحاد سره د نزدې تجارتي او انتظامي تعلقاتو په برخه کې نوموړی د ټریزا مې د پلانونو ملاتړ نشي کولای.

XS
SM
MD
LG