لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برطانیه کې د مسلمانانوپه باره کې مثبت اشتهارونه


برطانیه کې د اسلام په حقله د معلوماتو خپرولو دپاره د گڼې گوڼې ځایونو کې اشتهارات لگول شوې دي. په عکس کې ښکاره ټیکسي باندې لیکل شوې د زنانه ؤ حقوق مقدس دي

برطانیه کې د اسلام په باره کې د مثبت تاثر جوړولو د پاره کمپین شورو کړی شوی دی او د گڼې گوڼې په ځایونو کې د اسلام په حقله اشتهارات لگول شوې دي

برطانیه کې د اسلام او مسلمانانو په حقله د مثبت تاثر خپرولو د پاره د یو تنظیم لخوا د گڼې گوڼې ځایونو کې د اشتهاراتو کمپئین شورو کړی شوی دی.
دغه اشتهارات د گل د ورځې نه په بسونو، د بسونو اډو، د مسافرو اورگاډو او په ټیکسیانو کې لگول شوې دي. د اشتهاراتو په پشا ایکسپلورنگ اسلام فاؤنډیشن نومې اداره ده چې د اسلام په حقله د معلوماتو خپرولو کار کوي.
د اسلام په حقله مثبت اشتهارات په داسې وخت کې خپرول کیږي چې برطانیه کې یوه میاشت شوې یوې نظر پوښتنه یا سروی کې ٥٨ فيصده خلکواسلام د تندروۍ سره سره تړلی دی. په سروی کې د ٢،٠٠٠ؤ نه زیاتو خلکو خپلې رای څرگندې کړې وې.
په سروی کې د ٧٠ؤ فيصده خلکو خیال ؤ چې اسلام ښځې زوروي.
د ایکسپلورنگ اسلام فاؤنډیشن مشره ریمونه علي وائې مسلمانان برطانیه کې اسلام په اړه د خلکو تاثر اندیښمن کړې دي. هغه وائې اشتهاراتو د لارې به په برطانيه کې د مسلمانانو رول هم په گوته کړی شي.
په اشتهاراتوکې به د حضرت محمد د چاپیریال، مساوات او سماجي انصاف په موضوعاتو احادیث هم خپرول کیږي. په یو پوسټر کې ویل زه او پیغمبر په سماجي انصاف یقین لرو.

XS
SM
MD
LG